The news is by your side.

نړۍ کې د افغانستان پاسپورت د پاکستان تر هغه غوره سوی

خبریال ویبپاڼه/ هر کال د پارسپورتونو د اعتبار او د هېوادونو د پاسپوټونو د درجه بندۍ اعلان کیږي او د جدول له مخې هغه هېوادونه چې پاسپوټ کې غوره وي له لومړۍ مقام څخه تر پایه په ګوته کیږي.

د هنلي پاسپورت ادارې به جدول واره توګه سره د پاسپورتونو د اعتبار په هکله خپل کلنی راپور وړاندې کړی چې د افغانستان پاسپورت د لږ اعتبار لرونکو هېوادونو په کتار کې خو تر پاکستان وړاندې راغلی، په دې جدول کې تر افغانستان وروسته پاکستان، عراق، سوریه او سوډان هېوادونه دي چې افغانستان شاته کړي.

په دې  جدول کې د افغانستان په ګډون له هغه وروسته هېوادونونو پاسپورتونه د نړۍ لږ اعتبار لرونکي پاسپورتونه دي چې خلک پرې سفرونه کوي.

د دې جدول له مې  د افغانستان پاسپورت لرونکي  اشخاص یوازي ۲۶ هېوادونو ته پرته له ویزې  سفر کولای سي خو د دې لیست به سرکې چاپان دی چې د پاسپورت لرونکي يې کولای سي ۱۹۱هېوادونو ته پرته له ویزې سفر وکړي.

د پاکستان نړیوال اعتبار

که څه هم افغانستان کې جګړه روانه ده او ډیري ستونزې پکښي سته خو بیا يې هم پاسپورت تر پاکستان وړاندې او جدول کې لوړ ځای لري، نړیوال د پاکستان پر شتون او دوه مخې توب پوهیدلي ځکه ورته هیڅ اعتیار نلري، پاکستان په سیمه کې د ترهګرو ډلو سره پر اړیکو او د هغوي په روزلو کې لوی لاس لري او همدا پاکستان دی چې ورڅخه شر او فساد پیدا کیږي.

نړیوال پوهیدلي چې د نړۍ د نقشې پر مخ پاکستان یو زیان دی او باید د دوی د سفرونو او قوانینو مخ نیوی وسي ځکه نو د پاسپورت نړیوالې ادارې د دې هېواد پاسپورت د نړۍ تر ټولو بې اعتباره پاسپورتونو کې راوستلی دی.

تر دې وړاندې هم د دې ادارې په جدول بندي کې د پاکستان د پاسپورت د اعتبار په هکله غوره خبر نه دی وړاندې  سوی

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.