The news is by your side.

داسې هېواد چې ۳۰۰ ورځې پکې باران ورېږي

داسې هېواد چې ۳۰۰ ورځې پکې باران ورېږي

خبريال وېبپاڼه/ ځينې هېوادونو دومره زياته طبعي ښکلا لري چې د انسان زړه فوراً هلته تګ غواړي، د Faroe ټاپوګان چې په سياسي ډول د ډنمارک هېواد تر کنټرول لاندې دي خو نور پخپلو چارو کې خپلواک دي يو د نړۍ ترټولو ښکلي ټاپوګان دي.

دا سیمه چې په ټوله کې د ګڼو ټاپوګانو څخه جوړه شوې ده د آيسلنډ په جنوب شرقي برخه کې پرته ده.

د کورونو بامونه هم د چمن څخه جوړ دي
دا سیمه دومره شنه ده چې پکې بدون له ونيو، له واښو له چمن څخه وچه ځمکه ليدل‌ ګران کار دی.

دلته هرڅه د شنو ونو او پټيو سره تړل شوي دي، ان ددې سیمې د کورونو بامونه هم له چمن څخه جوړ شوي دي، چمن د زيات باران سره دلته نور هم تازه کېږي.

کال کې ۳۰۰ ورځې باران
په دې سیمه کې چې تراوسه یې په هکله ډېر خلک چندان مالومات نلري تقريباً د کال ۳۰۰ ورځې باران وریږي، یانې په‌دې سيمه کې مطلق اکثریت وخت باران وریږي، داسې ورځې کمې وي چې باران دې پکې نه ورېږي.

شديد بادونه
په دې ټاپوګانو کې شديد باد لګېږي، بادونه دلته دومره شديد وي چې ډېر وخت ونې هم له بېخه خېژوي او يا يې هم ماتوي، ويل کېږي دې ټاپوګانو ته ډېرې ونې د بل ځای څخه راوړل شوي دي، د مالوماتو له مخې دې ټاپوګانو ته ونې د هغه سيمو څخه راوړل شوې دي چې دې ټاپوګانو ته ورته اقليم لري.

يو وخت خپلواک هېواد و
د Faroe ټاپوګان يو وخت خپلواک هېواد و، وروسته بيا په دې ټاپوګانو ناروې حمله وکړه او د خپل ځان یې کړل، په ۱۸۰۰ کال کې د‌ ډنمارک هېواد په دې وتوانیده چې دا ټاپوګان له ناروې څخه واخلي، په دوهمه نړيواله جګړه کې دا ټاپوګان د انګلستان تر واک لاندې راغلل خو د جګړې له پای ته رسېدو وروسته دلته د ازادۍ لپاره ټول پوښتنه وسوه چې ډېری خلکو ومنله، خو وروسته د ډنمارک حکومت دا آزادي ونه منله او ددې سيمې د خلکو سره دې توافق وشو چې پخپلو چارو کې به خپلواک وي خو په سياسي ډول به د ډنمارک يوه برخه وي.

د مجردانو لپاره تريخ حقيقت
په دې ټاپوګانو کې د وروستۍ سروې په بنسټ ۱۹ زره نارينه او ۱۸ زره ښځينه اوسېدل، خو ويل کېږي د سيمې څخه ډېری نجونې د زده کړو لپاره ډنمارک يا نورو هېوادونو ته ځي او دا سيمه د نارينه و لپاره له دې اړخه ډېره په زړه پورې نده.

ددې سیمې نارينه و له همدې کبله د ځان لپاره په انټرنټ کې د نجونو لټول پيل کړي دي، د غیرې رسمي شمېرو له مخې په دې سيمه کې ځوانانو او نورو نارينه و د انټرنټ له لارې د ډېرو تايلنډيو او فليپيني نجونو سره واده کړي او دوی يې دلته راوستلي دي، ویل کېږي په دې سيمه کې اوس ۳۰۰ ټايلنډۍ او فليپينۍ مېرمنې ژوند کوي.

 

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.