The news is by your side.

صالح: طالبان له اسلامي ادرسه سولې ته حاضر نه دي

خبریال وېب پاڼه/ د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، طالبان له اسلامي ادرسه سولې ته نه دي حاضر او له امریکا سره ددوی د شوي تړون پر اساس د سولې خبرې غواړي.

امرالله صالح چې د ولسمشر او لوړ پوړي چارواکي په ملتیا نن ننګرهار ته رسیدلي د خبرو پر مهال یې وویل چې طالبانو افغانستان ته دوه میلیارده ډالر زیان رسولی.

صالح وایي د سولې د خبرو اوږدونکی او ځنډونکی افغان حکومت نه بلکې طالب دی خو بیا به هم د سولې خبرې ډېر وخت نیسي.

صالح زیاته کړه چې افغان حکومت با عزته سوله غواړي داسې سوله چې د لاسته راوړنې او د افغان ښځو حقونه په کې خوندي وي او غوښتنې یې منل شوي وي خو طالب کله هم داسې سوله نه غواړي چې د ټولنې نیمایي قشر “ښځې” دې په ټولنه کې دومره ځای ځایګی ولري.

د ولسمشر غني په ګډون تللي پلاوي یو شمېر غړو د خبرو پر مهال د ننګرهاریانو د غوښتنو پوره کېدو بیا ځلي ژمنې وکړې.

په غونډه کې د ننګرهار د ولایتي شورا پخواني منشي ذبیح الله زمري پر ولسمشر نیوکه وکړه چې ګواکې حکومت کې ننګرهاریانو ته څومره چې په کار وه ونډه ور نه کړه، نوموړي وویل، په کابینه کې د ننګرهار یو وزیر هم نشته، مارشالي یې دوستم ته ورکړه، د ولسي جرګې انتصابي سناتوري یې راحلې دوستم ته ورکړ او د سولې مذاکرات غړیتوب یې باتور دوستم ته ورکړل، موږ خو څه پنجابیان نه یوو.

ښاغلي زمري، د ننګرهار والي ضیاءلحق امرخېل، او نورو مشرانو ولسمشر غني او راغلي پلاوي ته د ننګرهاریانو ستونزې ورکړې او ولسمشر او پللوي یې د حل او د غوښتنو د پوره کېدو ژمنې ورکړې خو دا چې دا ژمنې به بیا هم د تېرو ژمنو په څېر ژمنې پاتې کیږي او که عملي کیږي به هم هغه پوښتنه ده چې راتلونکی به یې ځواب کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.