The news is by your side.

نړۍ کې د کرونا تازه حال

خبریال ویبپاڼه/ د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د کرونا راپورونه وايي چې په یو شمېر هېوادونو  کې د دې ویروس مبتلایان او قربانیان مخ پر زیاتیدو دي چې  خلک يې خورا په ویره کې اچولي

د تازه مالوماتو له مخې په ټوله نړۍ کې په دې ویروس د ککړو کسانو شمېر تر ۸۷ میلیونه کسانو اوښتی چې  لاهم هره شېبه دغه شمېره مخ پر زیاتیدو، ده تازه مالومات وايي چې د دې جلمې  څخه تراوسه تر ۶۳ میلیونه زیات کسان روغ سوي او تر ۱۸ لکه زیات کسان يې وژلي چې لویه شمېره ده.

نړیوال او روغتیا پالان د کرونا ناروغي دغه بې ساري پرمختګ ته اندېښمن سوي او له خلکو د احتیاط کولو غوښتنه کوي خو تراوسه پوري د دې ناروغي د کابو کولو څرک نه لګیږي.

تراوسه پوري ډیری هېوادونه وايي چې کوښښ کوي ترڅو د دې  ناروغي درمل یا هم واکسین جوړ کړي چې ډيری يې ازمویل  سوي خو د نتیجې په هکله يې مالومات نه دي خپاره سوي.

د نړۍ په کچه امریکا هغه هېواد دی چې په کرونا د مبتلا کسانو او قربانیانو شمېر زیات دی په دې لیست کې هند او برازیل هغه هېوادونه دي چې په دې جدول کې دویم او دریم ځای لري.

په امریکا کې تراوسه، ۲۱ میلیونه هند کې لس میلیونو څخه زیات او برازیل کې  اوه میلیونو څخه زیات کسان په کرونا ناروغي باندې  اخته سوي  چې  د مړینو شمېر هم پکښي لکونو کسانو ته رسیږي

په امریکا کې د مړینو شمېر ۳۷۰۰۲۲ کسانو ته رسیدلی چې دا د نړۍ په کچه د یوه هېواد لومړي او زیات تلفات دي تراوسه پوري امریکا نه ده توانیدلې چې د کرونا ناروغي په کابو کولو کې بریالۍ سي.

په افغانستان کې هم د کرونا ناروغي قربانیان او مبتلایان مخ پر زیاتیدو دي دلته هم د کرونا ناروغي د اخته کسانو شمېر تر ۵۳ زره کسانو اوښتی او تراوسه يې ۲۲۵۷ کسان وژلي هم دي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.