The news is by your side.

ټرمپ واک سپارم، خو پایلې نه منم

خبریال ویبپاڼه/ له هغه وروسته چې لاریونوالو د امریکا د کانګرس ودانۍ باندې یرغل وکړ او یو شمېر اندېښنې يې را وپارولې ټرمپ په لومړي ځل ومنله چې واک به په قانوني  ډول سره بایډن ته سپاري.

د جنورۍ په شلمه نېټه د امریکا نوی منتخب ولسمشر جوبایډن د ولسمشرۍ لوړه کوي او له دې  نېټې وروسته د ټرمپ واکمني پای ته رسیږي.

تر دې وړاندې ډونالډ ټرمپ ویلي وو، چې  په ټاکنو کې درغلي سوې او دی پایلي نه مني خو په هېواد کې له لاریونونو وروسته ټرمپ خپله لارې ته راغلی  او له نه منلو يې لاس واخیست

ده په یوه اعلامیه کې چې د کانګرس له لوري د جوبایډن او کاملا هریس له تایید کېدو سره په یو وخت خپره کړې، ژمنه کړې چې د جنورۍ په شلمه به نوي حکومت ته واک وسپاري.

ټرمپ په عین حال کې ویلي چې لا هم د انتخاباتو له پایلو سره بشپړ مخالف دی او نه يې مني

تراوسه پوري ټرمپ څو ځله د دې ټاکنو په هکله خپلې څرګندونې کړې او په وروستي ځل يې د امریکا ټاکنې د دریمې نړۍ ټاکنې بللې وې او د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې يې د امریکا ترهغو غوره ګڼلې وې.

د امریکا د کانګرس له رسمي اعلان وروسته د ټرمپ پلویانو لارنونه کړي او د کانګرس پر ودانۍ یې هم برید کړی ویل کیږي چې په دې لاریونونو  کې یو شمېر کسان مړه او ټپیان سوي هم دي.

بایډن به نوی واک ته رسیږي او پر وړاندې يې د ټرمپ ګډوډۍ او کرونا ده چې هغه به ورسره مبارزه کوي، بایډن لا له وړاندې د کرونا سره د مبارزې په هکله څرګندونې کړې وې  خو اوس مهال کرونا په امریکا کې ۲۱ میلیونه کسان نیولي او لاهم مخ په وړاندې روانه ده.

د کرونا ترڅنګ د امریکا جګړې په افغانستان او عراق کې او همداشان له ایران سره جنجال هغه موضوعات دي چې  بايډن يې باید په هکله سمې پریکړي وکړي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.