The news is by your side.

هغه ځنګل چې د ځان وژونکي ځنګل په نوم شهرت لري.

خبريال وېب پاڼه: د هغه ځنګل حقيقتونه چې د ځان وژونکي ځنګل په نوم شهرت لري چې تر ډيره خلک ددې ځنګل په حقيقتونو هيڅ باور نه کوي دا ځنګل چې په نړيواله کچه مشهور دی شايد تاسو يې په هکله تراوسه هيڅ هم نه وي اوريدلي دا ځنګل د اوکيګارهارا نوم لري خو د ځان وژونکي ځنګل په نوم پيژندل کيږي.

ددې ځنګل حقيقت دادی کوم خلک چې دې ځنګل ته تللی نو خپل ژوند يې پکې دلاسه ورکړی خلک وايې څوک چې له خپل ژوند څخه پتنګ وي دې ځنګل ته ځي! ځکه هيڅ څوک تري ژوندي نه شي راوتلی.

ددې ځنګل په اړه ځينې داسی راپورونه هم شتون لري چې دا ځنګل يو ډول عجيب او ويريدونکی خاصيت هم لري که څوک په يوازي ځان ځنګل ته ننوزي او يا هم په دې ځنګل کې ورک شي نو د ډيري ويرې له کبله ځان وژنه کوي ځکه له ژوند څخه يې تمه بیخی ختمه شي.

دا ځنګل په جاپان کې موقعيت لري چې هر کال د ۱۰۰ څخه د ډيرو خلکو جسدونه پکې موندل کيږي په دې ځنګل ډير د هغو خلکو جسدونه موندل کيږی چې د ځنګل پاکولو ټيمونو غړي وي چې د ځينو جسدونه يې په ونو کې ځوړند پاتې وي خو بيا ژغورونکي ټيمونه په ځنګل کې د هغو کسانو په لټه کې وي چې ژوندي پاتې وي، ژغورونکی ټيمونه که د داسی چا سره مخ شي چې د ځان وژلو هڅه کوي نو ژر يې له ځنګل څخه راوباسي او نږدی کورونو ته يې وړي ترڅو ذهن يې ارام شي.

د ځان وژونکی ځنګل په هکله لومړی راپور د شلمي ميلادي پيړۍ په پيل کې ورکړل شو چې وروسته د معلوماتو څخه يې دې ځنګل د ځان وژونکی ځنکل نوم ورکړل شو چې د شلمي ميلاي پيړۍ په پيل کې شاوخوا د ۱۰۰۰ تنو څخه د ډيرو د جسدونو نښې نښانې پکې پيدا شوي.

د جاپان حکومت اوس هڅه کوي چې دې ځنګل ته د خلکو د ورتګ څخه مخنيو وکړي او د ځنګل د شاوخوا څخه يې اغزن تارونه تاو کړي دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance