The news is by your side.

اسدالله خالد د خپلې استعفا خبر رد کړ

خبریال وېبپاڼه/ په ټولنيزو رسنيو کې د ملي دفاع د وزرات د وزير ښاغلي اسدالله خالد د استعفا په هکله خبرونه لاس په لاس کېږي، د ملي دفاع وزير اسدالله خالد خبريال وېبپاڼې ته د خپلې استعفا خبر در کړ او دا يې صرف آوازه وبلله.

مخکې داسې خبر خپور شوی و چې ګواکي د ملي دفاع وزير اسدالله خالد د خپلې دندې څخه استعفا کړې ده او په ځای يې لوی درستیز یاسین ضيا ټاکل شوی دی.

د اوازې سپيناوی
څو شېبې مخکې کې چې دا اوازه خپره شوه نو خبريال وېبپاڼې ددې اوازې د سپيناوي لپاره په دې هکله د سرچينو څخه پوښتنه وکړه او وروسته په رسمي ډول د ملي دفاع وزير دا خبر خبريال وېبپاڼې ته در کړ او دا يې صرف آوازه وبلله.

د ملي‌ دفاع د وزرات په رهبرۍ کې هرڅه آرام او نورمال روان دي، ټول پخپلو دندو بوخت دي او د هېواد د ارامۍ او دفاع لپاره په ګډه کار کېږي.

په ټولنيزو رسنيو کې د خبر سرعت
له بده مرغه چې ټولنيزې رسنۍ د زياتو ګټو سره سره د ناوړه نیت لرونکو کسانو لپاره د جعلي خبر خپرولو یوه ښه وسيله هم ده، ځکه په ټولنیزو رسنیو کې خبر ډېر په چټکۍ سره خپرېږي، د خبر زيات چټک خپرېدل ددې سبب شي چې ځينې د باور وړ کسان ان په دې ډول جعلي خبر او اوازې باندې باور وکړي او بيا ځينې معتبرې سرچینې هم په دې غفلت کې ولوېږي او دا ډول خبر خپور کړي.

له بده مرغه چې د ټولنیزو رسنیو کارونکي هم ډېر وخت د خبر په سرچينه پسې سر نه خوږوي او فوراً خبر پخپل پروفایل کې هم نشروي چې دا د اوازې د عمومي کېدو سبب کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance