The news is by your side.

له سینګار پرته د ویده کېدو ګټې

له سینګار پرته ویده کېدو ګټې

هره شپه مخکې له خوبه مو دا کارونه عادت وګرځوئ،ځکه دا پنځه کاره به تاسو سره دا مرسته وکړي، چې د بلې ورځې،او نوي پيل لپاره چمتو اوسئ.په همدې توګه د يوه ښکلي او ځوان پوستکي درلودلو لپاره يې ضرور ترسره کړئ. مونږ تاسو ته د ښکلي پوستکي او طبيعي ښکلا لرلو لپاره لاندې کرښې ليکلي:

۱ـ پرته له سينګاره ويده کېدل: ډېرى سينګاريز توکي په خپل ځان کې کيميايې مواد لري، چې هره نجلۍ يا ښځه بايد د خپل سينګاريزو توکو نيټې ته پام وکړي. له دې سره مو بايد بايد دېته پام وي، چې سينګاريز توکي هر يو له 4-5ساعتونو ډېر پز مخ پاتې نشي، چې د مخ پر پوستکي بده اغېزه درلودى شي. له دې ټولو خبرو سره سره يوه اړينه موضوع دا ده، چې ښځې د شپې لخوا له خپل سينګار او فيشن سره ويدې کېږي، پرته له دې چې پوه شي په دې کار سره يې خپل ځان سره څومره ظلم کړى. ځکه کله چې مونږ د شپې ويده شو نو په کافي اندازه وخت مو د سينګار توکي پر مخ پاتې کېږي،او ښه په ارامه زمونږ د مخ پر پوستکي خپله بده اغېزه پرېږدي. نو که غواړئ چې ځوان پوستکى ولرئ، هره شپه مخکې له ويده کېدو خپل مخ په تودو اوبو او صابون سره پريمنځئ.چې سينګار مو په پوره توګه پاک شي.

۲ـ د مخ غوړول: د عمر په پورته تللو سره د انسان مخ کې ګونځې راپيدا کېږي، چې دا په روحي لحاظ پر انسان بده اغېزه کوي. د ده لپاره چې د مخ ګونځې مو ځان راښکاره نه کړي، نو هره شپه په واسلينو خپل مخ ته ورو ورو ماساژ ورکړئ،په ځانګړې توګه، هغه ځايونه چې ګونځې پکې راپيدا شوي دي.

۳ـ د غاښونو مينځل:د انسان غاښونه تر بل هر څه د انسان مخ کې ژر د خلکو نظر اخلي. او د غاښونو ساتل او مينځل لکه د نورو غړو په شان د انسان راحتي،او ښه والي لپاره اړيت دى. د غاښونو درد د نړۍ له سختو دردونو څخه دى، چې انسان يې د زغملو توان نه لري، نو که غواړئ، د نړۍ له دې بد درد څخه ځان وژغورئ هره ورځ مخکې له خوبه خپل غاښونه برس کړئ. چې د غاښونو ترمنځ نښتې ډوډۍ مو له خولې څخه پاکه شي.

۴ـ د لاسونو غوړول:مخ،لاسونه او پښې د انسان هغه عضو دي، چې هره ورځ د چاپيريال زيانونه ډېر ورته رسېږې،تر نورو برخو د انسان مخ،لاسونه،او پښې ژر خيرى نيسي، ډېر پريمنځل کېږي،او ژر ګونځې هم پکې راپيدا کېږي.نو د ښکلي پوستکي درلودلو لپاره به دا ترټولو ښه او غوره نخسه وي،چې تاسې مو د شپې لخوا،مخ،لاسونه او پښې په واسلينو ښه غوړ کړئ،تر څو پوستکى مو ښوى،نرم او ښکلى راووځي.

۵ـ ويښتان خلاص پرېښودل: د ويښتانو لپاره تر ټولو بد څيز، هغه د ويښتانو پورته او کلک تړل دي.چې د ويښتانو پياز ته تاوان رسوي. دېته مو ډېر پام وساتئ چې هېڅ کله په کلک تړل شويو ويښتانو سره ويده نشئ،ځکه دا کار به د دې سبب شي، چې ويښتان مو ډېر توى شي.

لیکواله: مریم صدیقي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance