اسرايلی ساينس پوه د بدن ددفاعي سيستم د غښتلي کولو راز بيانوي

اسرايلی ساينس پوه د بدن ددفاعي سيستم د غښتلي کولو راز بيانوي
خبريال وېبپاڼه/ د کورونا ويروس د وبا د پيدا کېدو سره ټول يو ځل بيا په‌ دې باندې پوه شوو چې د بدن دفاعي سيستم څومره مهم او اړين دی، د ژوندي پاتې کېدو لپاره زموږ حجرې، نسجونه، غړي او سيستمونه يو ځای کار کوي، دا شبکه د خپل ځان د ساتلو لپاره يو دفاعي سيستم لري، له بده مرغه چې د عمر د زياتېدو سره زموږ د بدن دفاعي سيستم هم کمزوری کېږي او د ناروغيو په وړاندې بدن خپله وسله له لاسه ورکوي.

پوهان وايي د ۶۵ کلونو څخه زيات عمر لرونکي کسان ځکه کورونا ويروس يا شديد تېروي يا خپل ژوند د لاسه ورکوي چې د يوې خوا يې بدن نورې کرونيک يا سيستمي ناروغۍ لري د بلې خوا یې د عمر د زياتېدو له وجې د بدن دفاعي سيستم کمزوری شوی دی.

د بدن دفاعي سيستم وپېژنئ
زموږ د بدن دفاعي سيستم په ټوله کې له دوو برخو جوړ شوی دی، دواړه برخې د وينې د سپينو کروياتو په احاطه کې دي، لومړی برخه د بدن هغه طبيعي سيستم دی چې د زېږون سره فوراً د انسان په بدن کې شتون لري او فعال کېژي، په دې برخه کې نوتروفيل چې د بکترياو په وړاندې مبارزه کوي، مونوسيت چې د بدن دفاعي سيستم منظم کوي او نورې دفاعي حجرې د ناروغۍ په وړاندې را ويښوي، طبعي وژونکې حجرې يا NK چې د ويروس او سرطاني حجرو په وړاندې مبارزه کوي، شتون لري، د عمر د زياتېدو سره دا دری ډوله حجرې سم کار نکوي او د ستونزو سره مخ کېږي.

د بدن دفاعي سيستم دوهمه برخه کې بيا د B او T د لېنفوسيدونو څخه رامنځته شوې حجرې شتون لري چې د ځينو ناروغیو په وړاندې مبارزه کوي، دا حجرې د يوې ناروغۍ د رامنځته کېدو څو ورځې وروسته جوړېږي خو يو ځل چې رامنځته شوې په راتلونکي کې هم ددې ناروغۍ د پيدا کېدو په صورت کې ځواب ویونکې دي.

د کورونا ويروس لپاره هم موږ پورته حجرو ته اړتيا لرو، خو دا حجرې هم د عمر په زياتېدو سره خپل توان د لاسه ورکوي او په بدن کې د لېنوفسيد تولید کمېږي.

واکسین هم د عمر سره مرسته نکوي
څېړنې ښيي چې د زيات عمر لرونکو کسانو بدن واکسين ته هم ښه غبرګون نه ښيي، د واکسين د ورکول کېدو سره د بدن څخه تمه کېږي چې انتي باډي يا انتي کور جوړ کړي، په اسرايل کې وروستۍ څېړنې ښيي چې د زيات عمر لرونکو کسانو څخه ۴۰ سلنه يې واکسين ته مثبت غبرګون نه ښيي او بدن يې کافي انتي باډي نه جوړوي.

د بدن دفاعي سيستم غښتلي کول
څېړنې ښيي چې د بدن ددفاعي سيستم د غښتلي کولو لپاره ترټولو ساده او ګټوره لاره د يوه فعال ژوند درلودل دي، پوهان وايي هغه کسان چې فعال ژوند لري، فزیکي کار کوي او يا هم پياده حرکت کوي د T حجرې د عمر د زياتېدو سره سره ډېرې کمې له منځه ځي.

يوه بله څېړنه په دې هکله دا ثابتوي هغه کسان چې په ورځ کې لس زره قدمه پياده حرکت کوي په بدن کې يې د نوتروفيل شمېر لکه د يو شل کلن ځوان دومره وي.

پوهان وايي د بدن ددفاعي سيستم لپاره بايد خپلو خوړو ته پام وشي، هغه خواړه چې فايبر لري باید تر هرڅه زيات وخوړل شي، دا د کولمو او هاضمې سيستم لپاره حياتي ارزښت لري.

ددې ترڅنګ خوب ته هم بايد ځانګړی پام وشي، يو کس بايد کم تر کمه ۵ ساعته خوب وکړي، په نورمال کې بايد يو کس د ۶ او ۷ ساعتونو ترمنځ خوب وکړي، خوب بايد د خوب په وخت کې ترسره شي، د شپې د ۹ او دوه بجو تر منځ خوب کول ترټولو ګټور خوب دی.

اسرايلي پوهان په دې هڅه کې دي چې د بدن د دفاعي سيستم د زړښت مسير سرچپه کړي، مطلب د انسان د بدن دفاعي سيستم ورځ تر بلې ځوان او قوي شي، پوهان په دې هېواد کې وايي چې دوی ددې کار ثبوت لري خو دا چې دا به هر وخت د ډېر وخت لپاره کار ورکړي که نه، دوی نه پوهیږي او په همدې کار کوي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More