The news is by your side.

د افغان هويت د بيا رغونې لپاره ترټولو لويه اړتيا

خبريال وېبپاڼه/ هرکال چې د نړۍ ترټولو معتبر پاسپورټ اعلانیږي نو افغانانو ته پکې خپل ځاي مالوم وي، له همدې کبله ډېر سر پسې نه خوږوي، افغانان د بهرنيو يرغلونو، د شومو ګاونډيانو او خپلو خود خواه تحميلي مشرانو له کبله په داسې بده ورځ اخته دي چې د خپل هويت د ارزښت په هکله د سوچ وخت نه پيدا کوي.

په نړۍ کې ځینې هېوادونه د ښه چای په لرلو، ځینې د ډېرو ښو موټرو، الوتکو او بیړیو په جوړولو مشهور وي، خو د افغانستان په هکله بیا تل د نړۍ ترټولو زيات ترياک او نشه يي توکي توليد کول رامخته کېږي.

کډوال او هويت
کډوالۍ د افغان هويت ته د بل هرڅه په نسبت زيات زيان رسولی دی، په ځانګړي ډول په پاکستان او ايران کې، کېدی شي تاسې په ټولنيزو رسنيو کې ليدلي چې کله کوم افغان په کرکټ او يا هم کوم بل ډګر کې بريا ترلاسه کړي او دا بريا یې نړيواله شي نو پاکستانيان او ايرانيان به په افغانانو رشخند پيل کړي.

ددې سبب دادی چې په دې دوو هېوادونو کې په ميليونونه افغان کډوال مېشت دي، هغه کډوال چې هلته د اوسېدو لپاره د هر ايراني او پاکستاني مينت په ځان مني، ځان به هغوی ته ورخپل خپل کوي، هغوی به يې په یوه عادي خبره سپکوي، دوی به مزدوري هم ورسره کوي کار به هم ورسره کوي کله چې د پيسو غوښتلو وخت شي نو هم به پيسې نه ورکوي به هم يې يو دوه لغتې وهي او اخر کې به ورته وايي چې شکل دې ورکوه که نه پوليسو ته دې سپارم چې ودې شړي.

د هويت بيا جوړول او درنول
د افغانستان او د افغان د هويت د بيا جوړولو او انشا کولو لپاره ترټولو اړين څيز په یوه خوله د افغانانو له لوري سوله غوښتل دي، که په افغانستان کې سوله نه وي نو زموږ د هويت بيا جوړول او سمول ممکن کار نه دی.

سوله هم د سياسي قمارچيانو په لاس نه ترلاسه کېږي، هغوی په دې جګړه کې ډېر آرام ژوند لري، پرون یې يو کرايي کور هم نه درلود نن څو کورونه لري، لسګونه باډي ګارډان لري يوازې د دسترخوان لپاره په لکونو افغانۍ اخلي.

د یوه ډېر شتمن هېواد دولت مشران داسې مصرف نکوي زموږ د هېواد د ولسي جرګې يو وکيل یې چې کوي، ډېری سياسيون په دې پوهېږي چې سوله راشي نو دوی د نا امنی په نوم دومره امتيازات نشي ترلاسه کولی، خلک بيا ددوی څخه د خپلې سوکالۍ لپاره عمل غواړي، بيا نو ددوی فساد کول ددوی په عيش و عرشت کې ژوند کول ګران کار دی.

سوله به افغانان غواړي
د سولې لپاره بايد افغانان په دواړو لوریو فشار واچوي، په لاريونونو په مشخصو غوښتنو ددوی څخه سوله وغواړي.

د طالبانو قومندانان سوله نه غواړي همداسې د حکومت ډېری سياسيون او مشران، طالب قومندان د کلي د فرعونانو غوندې ژوند لري، دوه درۍ ښځې لري، په کليو کې یې ځانته لوی لوی لوکس کورونه جوړ کړي دي، جګړه په عادي ټوپک مارو کوي، د خکلو څخه د عشر په نامه د تریاکو څخه د هغه دولتي خلکو څخه چې ددوی تر واک لاندې سيمو ته ورځي په میلیونو افغانۍ اخلي.

دوی د سولې په کيسه کې نه دي، او هو حکومتي خوا کې هم دا ډول کسان کم نه دي.

افغانان بايد د سولې خبرې دقیق وڅاري، ددواړو لوريو باید مشخصې غوښتنې ولري او د بېلابېلو لارو په دواړو لوریو فشار وارد کړي چې دا غوښتې ومني، مثال طالبان چې د اوربند لپاره کوم شرط لري او حکومت هغه شرط نه مني خلک بايد په حکومت فشار راوړي چې دا شرط ومني، همداسې که حکومت د طالبانو څخه کومه غوښتنه لري نو خلک بايد په طالبانو فشار وروړي.

وروسته له سولې
وروسته له دې چې په هېواد کې سوله قايمه شي موږ کولي شو د خپل هويت لپاره کار پيل کړو، عام افغانان خواري کښ خلک دي، که چېرې سوله راشي نو ټول خپل کار او ژوند پيل کوي.

سوله به موږ ته دا فرصت په لاس راکړي چې فساد له منځه يوسو، دا به دې ته لاره هواره کړي چې د افغانستان استعدادونه ښکاره شي.

د سولې سره به افغانان په اقتصادي ډول ځان بساينې ته نېږدې شي، د نورو د احتیاج څخه به خلاص شي او ورو ورو به په نړيوال سټېج کې افغانان د یو خپلواک او سوله پال ملت په حيث مطرح شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.