The news is by your side.

ټرمپ پر کانګرس برید چې پلویانو يې کړی غندلی

خبریال ویبپاڼه/ دوه ورځې وړاندې قهرجنو لاریون کوونکي د امریکا د کانګرس پر ودانۍ وروسته له هغه برید وکړ، چې د بایډن بریا يې پر رسمي ډول اعلان کړه.

د دې برید وروسته ټرمپ په لومړي ځل وویل چې واک به په قانوني ډول سره بایډن ته سپاري او زیاته کړې يې ده چې د ده د پلویانو له لوري پر کانګرس ودانۍ برید هم غندي.

په دې بریدونو او اخ ډب کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله وا وښته ټرمپ ویلي چې هغه تاوتریخوالی غندي چې د کانګرس پر ماڼۍ باندې د یرغل پرمهال ترسره سو.

تر دې وړاندې ټرمپ دومره منځ لارې  توب نه وو غوره کړی خو اوس يې تازه په یوه ویډیو پیغام کې منلې چې واک به د جنوري پر شلمه سپاري او نوی ولسمشر به لوړه کوي.

ده  ویلي وو، چې واک سپاري خو پایلې نه مني، ټرمپ څو ځله پر دې ټینګار کړی وو، چې  په ټاکنو کې د بایډن په ګټه درغلۍ سوې ځکه يې پایلي نه مني او یو وخت يې دا ټاکنې د نړۍ په کچه خرابې او تر دې  ټاکنو يې د افغانستان ټاکنې غوره بللې وې.

خو د دې انتقادونو او دریځ باوجود يې د ملي ګټو د خوندي کولو په موخه قانون ومانه.

د نه منلو رواج.

په ډیری هېوادونو کې د نوماندانو ترمنځ د نه منلو فرهنګ واکمنیږي چې بیرته دې ته چمتو وي چې سمې او رسمي پایلي ومني  خو افغانستان کې د نه منلو رواج د واک تر ویشلو رسیږي، چې ونډه دې ورنکړه هیڅکله پایلي نه مني.

خو په نورو هېوادونو کې وګړي او مسؤل کسان تر هرڅه ډیر خپل قانون، خلکو او هېواد ته په ژمنتیا له خپلو ګټو تیریږي او پایلي مني کله چې د ټرمپ پلویان د امریکا د کانګرس پر ودانۍ برید کوي او د ټرمپ په حق کې ځان ستړی کوي خو بیاهم ټرمپ هغه کړنې غندي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.