The news is by your side.

پاکستان کې پرته له پنجابيانو نور هیڅوک خوندي نه دي

پاکستان کې پرته له پنجابيانو نور هیڅوک خوندي نه دي

خبريال وېبپاڼه/ په پاکستان کې ټولنيزو واټن او د ټولنې څو طبقې کېدل په بې ساري ډول زیات شوي دي، په دې هېواد کې د حکومت او پوځ يو جانبه تګلارې چې په مرکز کې یې پنجابيان دي یوالی له منځه وړی دی.

په دې هېواد کې که هرې برخې ته وکتل شي نو په ترټولو برخو کې به لويه سوکالي پنجابيانو ته رسېدلې وي، په ټوله کې ددې هېواد د پوځ او حکومت پنجابي پلويان ددې سبب په پنجاب کې موجود امن ګڼي.

پلان شوې نا امني
په پنجاب کې امن او په نورو سيمو کې نا امني داسې څه نه دي چې پوځ دې پکې لاس ونلري، د پاکستان پوځ او حکومت په پنجاب کې د جوړونې او ودانۍ پانګونه کوي او په نورو سيمو کې د ترورستي ډلو د جوړولو او روزلو په برخه کې پانګونه کوي، نو ښکاره خبره ده چې په پنجاب کې به امن او په نورو سيمو کې به نا امني.

د پاکستان حکومت ان هغه پروژې او د ابادۍ کارونه چې په نورو ايالتونو کې ورته اړتيا هم ډېره وي مصرف یې هم کم وي پنجاب ته انتقالوي.

د پنجاب او هند ترمنځ د تجارت او سوداګرۍ لړۍ هېڅ وخت نه ده درېدلې، خو برعکس د نورو سيمو تجارت بيا د نورو ايالتونو او نورو هېوادونو سره تل د خنډ سره مخ وي، د مثال په ډول د پېښور او افغانستان تجارت پاکستان تل د خنډ سره مخ کوي چې دا ددې سبب کېږي چې د پېښور اقتصادي وده ورو شي خو پاکستانی حکومت هېڅ وخت چې د هند او پنجاب د تجارت په وړاندې خنډ نه جوړوي.

نو د پاکستان حکومت په لوی لاس په نورو سيمو کې د اقتصادي پرمختګ مخه نيسي، دا ددې سبب کېږي چې خلک بې کاره شي، تجاران د سوداګرۍ څخه زړه توري شي، فابريکې او کارخانې وتړل شي او بلاخره بې کاره بې روزګاره خلک د پاکستان د پوځ هر ډول استخباراتي او ترهګريزې استفادې ته مساعد شي.

نسل وژنه
پاکستان په دې قناعت نکوي چې پنجابیان دې ښه ژوند ولري او نور خلک دې په غریبۍ کې يو غريبانه ژوند ولري، بلکې دوی په دې هڅه کې دي چې نور قومونه بېخي له منځه يوسي او يا یې هم تل د خپلو غلامانو په ډول وساتي.

د پاکستان پوځ او حکومت په دې هېواد کې هر فعال او لوستی پښتون خپل ځانته خطر بولي له همدې کبله لوستي پښتانه جېلونو ته اچوي او یا یې له منځه وړي.

په بل طرف کې بيا ددې هېواد حکومت شيعه مسلمانان هم د مرګ لايق ګڼي په دې هېواد کې شیعه ګانو په وړاندې تاوتريخوالي پخوانی دی خو په دې وروستيو کې دا تاوتریخوالي تر بل هر وخت زيات شوي دی.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.