The news is by your side.

په لومړي ځل په نړۍ کې بريالی مصنوعي زړه جوړ شو

خبريال وېبپاڼه/ د زړه ناروغۍ يو له هغه ناروغيو څخه دي چې هرکال ترټولو زيات انسانان ورڅخه مري، د زړه ناروغي ددې سره سره چې وژونکې ده ډېره عامه هم ده، خو اوس د زړه د ناروغانو لپاره يو نوی فصل پرانيستل کېږي ځکه چې په نړۍ کې لومړی مصنوعي زړه چې ترټولو ازموينو بريالی تېر شوی دی جوړ شو.

د ژوند نوې هيلې
ساينس پوهان هڅه کوي د هغه ناروغيو چاره پيدا کړي چې د انسان ژوند مخکې له وخته پای ته رسوي، د زړه او رګونو ناروغۍ او سرطان ناروغۍ د انسان د وژنې په قطار کې په لومړي صف کې ولاړ دي.

له همدې کبله ساینس پوهان هڅه کوي چې د زړه د ناروغيو نورې لارې چارې ولټوي او همدار د سرطان تداوي د بنسټيزو حجرو د تداوۍ له لاره ممکنه کړي.

د زړه په برخه کې د ساینس پوهانو هڅو اوس يوه په زړه پورې پايله ورکړې ده، د فرانسې د Carmat Biomedic شرکت په لومړي ځل داسې يو مصنوعي زړه جوړ کړی دی چې ترټولو ازموينو او تجربو بريالی راوتلی دی.

لکه ريښتنی زړه
دا مصنوعي زړه به کاملاً وکولی شي د يوه حقيقي زړه مطلق اکثریت دندې پرمخ يوسي، دا زړه په يوه بېټړۍ کار کوي چې هره بېټړۍ شپږ مياشتې کار کوي، په دې هکله يوه بله د خوشحالۍ خبر داده چې بېټړۍ به د زړه دننه شتون ونلري او د زړه څخه به بيرون وي له همدې کبله به د بېټړۍ د بدلولو په وخت کې انسان د لوی کړاو سره نه مخ کېږي.

په نړۍ کې هر کال ډېر زيات کسان د زړه د بې طاقتۍ له وجې د زړه د درېدو سره مخ کېږي، په دا ډول کسانو کې د زړه عضله ډېره زياته کمزورې شوې وي او نشي کولی د انسان بدن ته د اړتيا وړ وینه پمپ کړي.

له همدې کبله ددې ډول کسانو د وینې فشار په شديد ډول ټيټېږي او بلاخره ددې په پايله کې يې زړه ناکام کېږي او ودري، خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د زړه انتقال
په نړۍ کې هر کال يوکسان نوي زړه ته اړتیا لري، ددې ډول کسانو زړه د بېلابېلو سببونو او ناروغیو له کبله د کاره لوېدلی وي خو نور بدن او غړي یې د ژوند کولو قابليت لري، له همدې کبله دوی ته نوی زړه وراچول یا ور انتقال کول د یوه کس ژوند ژغوري او کولی شي دا ډول کس نور کلونه کلونه ارام ژوند وکړي.

دا زړه به ددې ډول ناروغانو لپاره د نجات سبب شي او نور به دوی وکولی شي نوی زړه ترلاسه کړي.

په برتانیا کې مېشت د زړه د ناروغيو متخصص ډاکټر محمد شريف وايي چې دا يوه لويه بريا او پرمختګ دی، د شريف په خبره چې ددې زړه سره به اوس د هغه تلفاتو مخه ونېول شي چې هر کال به د زړه په ناروغانو کې رامنځته کېدل.

ولې زړه ودري؟
زړه په ټوله کې ددوه سببونو له کبله ودري، لومړی سبب یې دا وي چې د يوه کس د وينې رګونه ستونزه پيدا کوي او دا رګونه دومره تنګېږي چې وروسته کاملاً بند شي او د وینې جریان کې ډېر کم يا ناممکن شي، د مثال په ډول که هغه کورنر رګونه چې د زړه عضلات په وينه خړوبوي بند شي نو د زړه عضلات مري او زړه د وینې د پمپ کولو طاقت له لاسه ورکوي او په پایله کې زړه ودري.

ځینې کسان بيا داسې وي چې زړه عضلات یې بدون له دې چې د رګونو د زيان څخه خراب شي پخپله په مستقيم ډول خرابېږي او ضعیفېږي، څېړنې ښيي چې هغه کسان کوم چې په پرلپسې ډول د اوږده وخت لپاره د شديد سترېس او خفګان سره مخ شي د زړه عضلات یې کم زوري کېږي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.