د یوې فحاشې یا جنسي کارمندې کیسه!
خبریال وېبپاڼه – زه ډیر نومونه لرم،عام خلک ماته رنډۍ،وحشي،ګښته ، فاحشه یا ټیکسي وایی. هغه خلک چي سواد لري ما ته فاحشه ، بدن خرڅونکې یا جنسي کارمنده وايي۔۔۔
زما کور چکله نومیږي ځکه چې زه د ژوند اړتیاو پوره کولو لپاره بله لاره نلرم. زما شپې له کوره بهر تیریږي، زه هره ورځ خپل بدن د رنګارنګ سړيو سره شریکوم.څوک د ټرک ډرایور دی ،څوک د چرګانو قصاب دی،څوک د پان ګوټکا خوري، څوک سګرټ څکونکي دي ۔۔۔
هغه نارينه چي خپله ميرمن يې هم خوله ور نژدې کولی نسي موږ يې د څو ټکو لپاره ښکلوو۔۔۔
زه وحشي بلل کیږم مګر اوس وحشت تاسو ليدلی چيري دی۔۔۔ کله چې یو سړی د څو روپیو په حساب ورکولو سره زما د بدن مالک ګرځي،کله چې هغه زما سینه په بشپړ ځواک سره داړي،او د غاښونو نخښي يې تر څو اونيو زما پر بدن ثبت پاته وي۔۔۔
یوه ښځه چي دومره وحشت هر ځل زغمي،نو هغه وحشي نه ده څه ده.
توهین زما تقدیر دی،زه د مور له نسه بدلمنې نه يم زیږیدلې،دې ټولنې زه بدلمنۍ ته اړ ایستلم.
دا ټولنه چې فاحشه ښځه وحشي بولي ، مګر د چکلې پر زينه ختونکي سړي وحشي نه بولي . دا ټولنه چي ما بدلمنې يادوي سپکوي مي لاکن ما بې لاري کونکي نارينو په درنښت کي هيڅ کمی نه راځي۔۔۔ زه رنډۍ او ګښته سم مګر د ما کار اخستونکي مالدار صاحب،نواب صاحب، او حاجي صاحب وګرځي۔۔۔
.دا ټولنه یوې میرمنې ته د کوټې د چلولو اجازه خو ورکوي لاکن دټانګې چلولو اجازه نه ورکوي.
لیکوال: سعادت حسن منټو
ژباړه: لیکوال او شاعر عصمت زهیر
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.