The news is by your side.

د لر او بر يو افغان له نعرې د پاکستان د پوځ وېره

خبريال وېبپاڼه/ د لر او بر يو افغان چيغه د ډېرې اوږدې مودې او وخت راهيسې د لر او بر پښتنو لخوا بدرګه کېږي او ويل کېږي، دا نعره په پاکستان کې په ځانګړي ډول په ځينو کسانو ښه نه لګي، که څه هم په افغانستان کې هم داسې کسان شته چې دا نعره یې نه ده خوښه خو هغوی ډېر کم او پردي پال خلک دي، د افغانستان مطلق اکثریت دا نعره يو هدف او خپل ارمان بولي.

اوس چې په پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د لوړېدو ورځې دي او ډېر پښتانه اوس په عام ډول‌ کولی شي دا نعره بدرګه کړي نو په پاکستان کې اقتدار او پوځ له دې نعرې خپله وېره يا ځل بيا څرګنده کړې ده.

تحريک انصاف وايی اړتيا نشته
اوس په پښتنونخوا کې په بلوچستان کې او په نورو سيمو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ بې مثاله لویې لویې غونډې جوړوي په دې غونډو کې په زرګونو پښتنو ګډون کړی وي او ټول پښتانه په يوه آواز د لر او بر یو افغان نعره پورته کوي.

دې نعرې اوس بيا په پاکستان کې د حکومت او پوځ خوا بده کړې ده، د تحريک انصاف ګوند يوه غړي وويل چې دوی هم غواړي د افغانستان سره ښې اړیکې او دوستي ولري او خو دې نعرې ته اړتيا نسته.

کابل او پېښور يو کېږي
په پاکستان کې د پوځ او حکومت وېره داده چې په پښتونخوا کې ورځ تر بلې پښتانه راويښېږي، په دې سیمه کې اوس پښتانه په بې ساري ډول د افغانستان سره وصل شوي دي، د ټولنيزو رسنيو په واسطه اوس ددې‌ سيمې پښتانه د افغانستان له پښتنو سره فعالې اړیکې لري، کابل ته سفرونه کوي ډېر وخت د افغانستان بيرغ ورسره وي او‌د هغه سره خپله مينه ښکاره کوي په ځانګړي ډول کله چې دوی بل بهرني هېواد ته ولاړ شي او د پاکستان د پوځ څخه یې وېره ورکه شي نو هلته بيا په ښکاره د افغانستان چيغې وهي‌ او ځان د افغانستان مربوط ګڼي.

دا هغه څه دي چې د پاکستان پوځ ورسره پخه دښمني لري، د پاکستان پوځ داسې پښتانه غواړي چې صرف ددوی غلامي کوي، صرف ددوی تر امر لاندې وي ټول عمر یې په مدرسو کې تېر شي.

د پاکستان پوځ او په رسنیو کې د پاکستان د پوځ پلويان اوس په ښکاره دا وېره څرګندوي چې د لر او بر يو افغان نعره پیښور او کابل يو کېدو لپاره ده.

لر او بر یو افغان
لر او بر یو افغان نعره يو پراخه مانا لري، اوس چې هلته هم پښتانه د پاکستان د پوځ تر ظلم لاندې دي او په افغانستان کې هم جګړه نه ده ورکه شوې نو دواړه لوري ډېر وخت خپله ښادي او هم سره شريک بولي او په دې نعره ځان د يو بل سره یو او متحد معرفي کوي.

خو د پاکستان د پوځ او حکومت دا نعره د سره خوښه نه ده، هغوی فکر کوي چې دا نعره په‌ پښتنو کې د افغانستان مينه د پښتنو مينه د یوه متحد او لوی افغانستان مينه اچوي له همدې کبله څوک چې دا‌‌ نعره وهي دوی یې خاين معرفي کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.