که غواړی وزن مو زيات کړئ دا ۸ ساده سپارښتنې مو مرسته کولی شي

خبريال وېبپاڼه/ که څه هم نن سبا دا خبره د ډېرو خلکو په خوله ده چې څه ډول وزن کم کړي خو شته دي داسې خلک هم کې خپل وزن زيات کړي ځکه ددوی وزن د نورمال څخه کم دی، موږ هم د‌ همدې ډول کسانو لپاره څیړنه او سپړنه وکړه او په دې هکله مو ګټور معلومات راټول کړل.

۱-په زړه پورې ناشته وکړئ
که غواړی چې وزن واخلی نو د سهار چای هېڅکله هم مه پرېږدئ، هره ورځ سهار تر نورمال يو څه مخکې يوه ښه مکمله د سهار ناشته وکړئ، ځکه يې وختي وکړئ چې وروسته بېرته ژر ښه وږي شئ.

۲-هېځ څاښت مه قضا کوی
ددې لپاره چې خپل وزن زيات کړی هېڅ وخت بايد د هېڅ وخت ډوډئ قضا نه کړئ، هره ورځ بايد دری اصلي ډوډئ حتماً وخورئ.

۳-کاربون هيدرات او پروټينو ته پام وکړئ
په خوړو کې داسې خواړه وټاکئ چې زيات پروتين، غوړي او کاربون هيدرات ولري، دا ډول خواړه خو عضلاتو نسجونه زر زياتوي.

۴-د ډوډئ ترمنځ هم یو څه وخورئ
ددې څخه مطلب دادی چې د دوه وختونو د ډوډئ ترمنځ يو بل څه هم وخورئ، د مثال په ډول د سهار او غرمې د ډوډئ ترمنځ په لسو بجو هم يو څه نوش جان کړئ.

۵-مخکې له ډوډئ يا د ډوډئ په جريان کې اوبه مه څښئ

که دا ډول اوبه وڅښئ نو معده به مو په لوی لاس ډکه کړې وي او هغه اندازه خواړه چې بايد ويې خورئ نه به مو وي خوړلي.

۶-د ډوډئ خوړلو وروسته خواږه وخورئ

وروسته له دې چې ښه په زړه پورې ډوډئ مو خوړه خواږه وخورئ، دا کار په مناسبه کچه وکړئ، هسې په د شکر ناروغي ځان ته دعوت کړی.

۷-د شپې ناوخته ډوډئ وخورئ

هغه کسان چې غواړي خپل وزن زيات کړي باید د شپې ناوخته هم یو څه وخوري، ځکه د شپې بدن ويده کېږی، ډېر زيات مصرف نلري او موجوده انرژي د وزن په زیاتېدو کې مرسته کوي.

۸-د ډوډئ مخکې لږ قدم ووهئ
پوهانو ثابته کړې که د ډوډئ څخه مخکې قدم ووهل شي نو د انسان اشتها هم خلاصېږي او زياته ډوډئ هم خوري.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum