The news is by your side.

ايلون ماسک د نړۍ شتمن کس ونومول شو!

خبريال وېب پاڼه: د ټسلا کمپنۍ مشر ايلون ماسک د روان زیږديز کال د جنوری په ۷ نيټه د نړۍ ترټولو شتمن کس په توګه ونومول شو چې ټوله شتمني يې ۱۹۱ ميليارد ډالرو ته رسيږي.

د ۲۰۲۰ږ کال تر وروستۍ مياشتي پوري د ايلون ماسک ټوله شتمنې ۱۵۳ ميليارد ډالرو ته رسيده خو په وروستيو څو ورځو کې يې شتمني د ۱۵۳ ميليارد ډالرو څخه ۱۹۱ ميليارد ډالرو ته رسيدلي چې په وروستيو څو ورځو کې يې په شتمنۍ کې په بي ساري ډول زياتوالی راغلی دی.

ټسلا د موټرو توليدي شرکت دی چې ۱۷ کاله مخکې په ۲۰۰۳ز کال د جولای د مياشتي په لومړۍ نيټه يې د امريکا متحده ايالاتو په کلفورنيا ايالت کې په فعاليت پيل وکړ.

ايلون ماسک خپل دوه ستر سيالان د امزون کمپنۍ مشر جيف بيزوس او د مايکروسافټ بيل ګټس څخه د ډيري شتمنۍ په درلودلو کې مخکې شو جيف بيزوس د ۱۸۷ ميليارد ډالرو په درلودو سره د نړۍ د شتمنو کسانو په ليست کې دوهم ځای او بيل ګټس د ۱۳۲ ميليارد ډالرو په درلودو سره د نړۍ د شتمنو کسانو په ليست کې دريېم مقام لري.

دا خبر د بلومبرګ په نوم يوې ورځپاني خپور کړی خو لا څرګنده نه ده چې په دومره کمو ورځو کې د دومره ډيرې شتمنۍ راز په څه کې دی!

د ټسلا کمپۍ مشر ايلون ماسک په دې اړه خوښي ښودلي او وايې تر ډيره يې هڅه کوله ترڅو د نړۍ شتمن کس وپيژندل شي.

دا په داسي حال کې ده چې د امزون کمپنۍ مشر جيف بيزوس په ۲۰۲۰ کال کې د کرونا وبا پرمهال د نړۍ شتمن کس ونومول شو او د بيل ګټس يې لومړی مقام خپل کړ خو او ايلون ماسک بيک ګټس او جيف بيزوس دواړو څخه مکخې او د نړۍ شتمن کس ونومول شو.

بيل ګټس او جيف بيزوس تراوسه د خپل سيال د وروستي پرمختګ په هکله څه نه دي ويلي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.