The news is by your side.

عمران خان ترکي ډرامې ګوري، خلکو سره خواخوږۍ ته وخت نلري

عمران خان ترکي ډرامې ګوري، خلکو سره خواخوږۍ ته وخت نلري

خبريال وېبپاڼه/ ډرامې او سریالونه په ټوله نړۍ کې خلک ګوري خو د پاکستان صدراعظم عمران خان یې لږ ډېر شوقي دی، څو ورځې کېږي په کوټه کې لس هزاره ګان وژل شوي دي، ددوی تولنه غواړي يو ځل عمران خان ورشي بيا به خپل مړي خښوي خو عمران خان وخت نلري.

څو ورځې وړاندې لس هزاره ګان بدون له هېڅ ګناه او جرم څخه ووژل شول، په لومړيو کې ددوی قاتلين مجهول و په هر چا د شک خبره کېدی شوی خو وروسته القاعده ډلې چې ډېر وخت کېږي په کومه پیښه کې يې خپل لاس درلودل نه و تاييد کړي ددې پیښې مسوليت ومانه.

په کوټه کې د هزاره ګانو ټولنې او مشرانو نور د پاکستاني حکومت د بې غورۍ څخه زړه وخوړ، دوی د پاکستان د وزير اعظم څخه هيله کوي چې ددوی ليدنې ته ورشي ترڅو دوی خپل فرياد په سم ډول ده ته وکړي او صدراعظم ددوی له حاله خبر شي.

د عمران شرمونکی ځواب
د هزاره ګانو ددې غوښتې په ځواب کې چې وزير اعظم دې ورشي او ددوی فرياد دې واري که نه خپل مړي به نه خوښوي د عمران خان ځواب دا و چې هزاره ګان په مړو باندې دی بلک مېل کوي.

د خان دی بې احساسه ځواب سخت غبرګونونه راوپارول، ځکه د هغه کسانو د وارثینو سره د خواخوږۍ په ځای چې د پاکستان د حکومت له بې غورۍ او ناکامۍ څخه وژل شوي دي هغوی باندې تور لګول لویه بې انصافي ده.

عمران خان دې خلکو ته ويلي چې لومړی دې خپل مړي خښ کړي بيا به نو دی ددوی ليدو ته ورشي، خو خلک غواړي عمران خان د خپل وير او بدې ورځې په حقيقت سره خبر کړي نو خان دې ته وخت نلري.

ترکي ډرامو ته وخت لري
په پاکستان کې د عمران خان دې خبرو ته چې هزاره ګان دی په مړو بلک مېل کوي ډېرو خلکو سخت غبرګون وښود، د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز چې په يوه ټلویزیوني خپرونه کې مېلمه وويل چې عمران د ترکي سريالونو کتلو ته وخت لري خو د مظلومانو د فرياد اورېدو ته وخت نلري.

مريم نواز همدارنګه وويل چې عمران خان د سپيو سره لوبې کوي، ترکي سريالونه ګوري، د فلمونو د اکټرانو سره ګوري نو څه کېږي چې د هغو مظلومانو سره هم وګوري چې خپل لس قريبان يې له لاسه ورکړي دي او مړي يې په ميدان پراته دي.

د خلکو پردی صدراعظم
په عمران خان باندې د هېواد دننه نیوکې زیاتې دي، خلک عمران خان ته په غوسه دي چې دوی هرڅه ته د سياست رنګ ورکوي، د خلکو خپل خپلوان وژل شوي دي خو د عمران خان ټيم وايي چې خلک اوس په مړو سياست کوي، ددې هېواد صدراعظم د خلکو سره د هغوی په درد نه دی غمجن بلکې صرف خپله چوکۍ ساتي او عيش عشرت کوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.