طالبان وايي، د اجنډا لومړۍ موضوع یې د افغانستان د نظام بڼه ده
خبریال وېبپاڼه/ طالبان وايي، د افغانستان د راتلونکي نظام بڼه، د دوی د پاته بندیانو خوشې کول او له تور لېسته د طالب مشرانو ایستل به د بین الافغاني خبرو اترو د دوهم پړاو د اجنډا لومړیتبونه وي.
دوی زیاتوي چې د واک د لېږد په اړه هم باید د دوحې خبرو کې پرېکړه وشي، چې څنګه او څه ډول باید واک ولېږدول شي.
دوی دا څرګندونې غیر مستقم د ولسمشر غني د هغې خبرې په غبرګون کې کړې دي چې ویلي یې و، د ټاکنو له لارې د واک لېږد ته چمتو دی.
د غني دغې خبرې طالبان او طالب پلوه سیاسیون سخت پارولي او وايي چې باید لنډ مهاله حکومت رامنځته شي او ټاکنې د باور وړ نه دي.
ټاکل شوې نن په دوحه کې د افغان سولې خبرو پر اجنډا بحث بیا پیل شي.
لا تر اوسه د سولي د دغو خبرو اجنډا مالومه نه ده، خو مخکې د دواړو پلاوو ځینو غړو د اجنډا د موضوعاتو په اړه بېلا بېلو غونډو کې خبرې کړې دي.
افغان پلاوی وايي، اوربند یې د اجنډا په سر کې دی او طالب پلاوي بیا ویلي، د اجنډا لومړۍ موضوع یې په افغانستان کې د نظام بڼه ده.
دلته بیا تر بل هر وخت د جګړې ډګر تود شوی او هره ورځ لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.
پکار خو دا ده چې د خبرو اجنډا کې تر بل هر څه اوربند ته لومړیتوب ورکړل شي، تر څو دا بل شوی اوربند سوړ شي، مګر طالبان بیا هم د نظام په بڼې ټینګار کوي.
نظام که هر ډول وي، طالبانو ته ونډه ورکول کېږي، مګر دا ونډه باید د افغانانو د وینو په قیمت نه وي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.