حکمتیار وايي چې حکومت بدل نشي سوله نشته
حکمتیار وايي چې حکومت بدل نشي سوله نشته
خبريال وېبپاڼه/ د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار پخپلو تازه څرګندونو کې يو ځل بیا په دې ټينګار کړی دی چې د سولې لپاره د حکومت بدلون اړين دی، حکمتیار وايي تر هغه چې حکومت بدل نشي د سولې راتلل هم امکان نلري.
حکمتیار پخپلو دې تازه څرګندونو کې ويلي دي چې ولسمشر غني هم د حکومت بدلون ته غاړه ایښې وه خو په دې شرط چې یو نیم کال دې د مؤقت حکومت مشر هم دی وي، حکمتیار زياتوي ولسمشر غني پاکستاني مقاماتو ته دا وړانديز کړی و چې طالبانو ته دا ووايي چې اشرف غني په موقت حکومت راضي دی خو په دې شرط چې مشري به یې دی کوي او دا موقت حکومت به کم تر کمه يو نيم کال وخت لري، د حکمتیار په خبره چې پاکستاني مقاماتو ته د طالبانو له لوري د رد ځواب ورکړل شوی دی.
حکمتيار ولې د حکومت په بدلون ټینګار کوي؟
حکمتیار او ځینې نور افغان سياستوال په دې قناعت دي چې طالبان په هېڅ صورت په دې راضي نه دی چې په اوسنی حکومت کې لږ يا ډېره ونډه ورکړل شي، دوی نه غواړي له موجود ټیم او حکومت سره يو ځای کار وکړي.
لومړی خو دا يوه بېله پوښتنه ده چې طالبان په ټاکنو باور لري او که نه، په فکري لحاظ ويلی شو چې طالبي فکر په ټاکنو باور نلري، خو ددې ډلې سياسي مشران په ښکاره وايي چې د خلکو اراده ورته الویت لري او هغه ډول حکومت به رامنځته کوي چې خلک ورسره همغږي وي.
شننوکي په دې اند دي چې طالبان د اوسني حکومت په لاس د ترسره کېدونکو ټاکنو په شفافیت باندې هم باور نلري، ځکه د حکومت له لوري ترسره شوې پخوانۍ ټاکنې هسې هم د ټولې نړۍ د خندا او رشخند وې.
پورته حالت ته په کتو حکمتیار او یوه ډله نور سياستوال په دې قناعت دي چې حکومت بايد بدل شي.
ايا د ټاکنو د شفافيت تضمین بسنه نکوي؟
د حکمتيار په خلاف نور د حالاتو څارونکي بيا وايي چې اړتيا نشته حکومت بدل شي بلکې دا امکان لري چې ټاکنې په دې شرط چې طالبان یې ومني په شفاف ډول ترسره شي.
ددې ډلې پوهانو په خبره چې د خلکو فشار د طالبانو فشار د سياستوالو فشار دا هرڅه کولی شي حکومت مجبور کړي چې د ټاکنو په کميسيون کې سيستماتيک بدلونونه راولي، داسې بدلون چې د سيستم بدلون وی، لوړه ټکنالوژي پکې کارول شوې وی او د فساد درجه ترټولو کمه کړي.
د جګړې دوام د ستونزو مور
د بلې خوا بيا د حکمتیار د طرحې په خلاف پوهان وايي چې په داسې حال کې چې جګړه دوام ولري او طالبان هره ورځ حملې ترسره کوي د حکومت بدلون صرف ددې سبب کېږي چې دا پاتې حکومت او نظام هم له منځه ولاړ شي.
ددې ډلې پوهانو قناعت دادی چې لومړی بايد طالبان اوربند وکړي وروسته د سولې په ارامه فضا کې په دې خبرې وشي چې د قدرت انتقال څه ډول په مشروع طريقه چې د خلکو رايه پکې اساس اخيستل شوې وي ترسره شي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.