The news is by your side.

غني وايي، له ټاکنو پرته هیچاته واک نه پرېږدم

خبریال وېبپاڼه/ ولسمشر اشرف غني وايي، له ټاکنو پرته واک هیچا ته نه پرېږدي، خو د ټاکنو له لارې حاضر دی ،چې له څوکۍ لاس په سر شي.

غني له سي ان ان سره په تازه مرکه کې یو وار بیا ټینګار کړی چې له ټاکنو پرته به واک بل چاته انتقال نه کړي او دا د دیموکراسۍ، چې د تېرو شلو کلونو عمده لاسته راوړنه ده، خلاف عمل دی.

 اشرف غني ویلي چې د واکمنۍ له پیل تر دې دمه یې څلویښت زره ملکي او نظامي افغانان وژل شوي چې ستر اکثریت یې سرتیري دي.

نوموړي زیاته کړې چې دغه ټوله موده کې یوازې ۹۸ بهرني سرتیري وژل شوي چې تیر ۲۰۲۰ کې دا شمیره بیخي صفر ته را ښکته شوې ده.

هلته بیا طالبانو تازه ویلي چې د خبرو د اجنډا لومړۍ موضوع  به د واک لېږد او د نظام بڼه وي، کوم څه چې د خلکو له پراخو غبرګونونه سره مخ شوي دي.

دلته د جګړې ډګر تود دی او مهمه دا ده چې دواړه لوري د اوربند پر سر یوې هوکړې ته ورسېږي، نه د څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره.

طالب هم د واک غم اخیستی او غني هم دواړه پښې یوه موزه کې ورکړې دي چې واک نه پرېږدم.

د دې هر څه قیمت ولس پرې کوي او هره ورځ وژل کېږي، ځورول کېږي، عامه تاسیسات نړېږي او په یو ډول د ژوند له حقونو بې برخې کېږي.

کلونه راهیسې افغانانو د واک پر سر د جنجالونو له کبله قرباني ورکړې او دغه لړۍ تر اوسه ادامه لري.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.