کندهار کې د بهرنیانو په شمول ۷۰ طالبان وژل شوي

خبریال وېبپاڼه/ ملي امنیت وایي، چې ځانګړو ځواکونو په کندهار کې د ۳ پاکستانيو او ۳ چیچیني وګړو په شمول ۷۰ طالب وسله وال وژلي دي.

ملي امنیت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه عملیات چې د پنجوایي ولسوالۍ په چرخ آب، خندق او خاک تپه سیمو کې ترسره شوي، ګڼ شمیر طالب وسله وال پکې ټپيان شوي هم دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې په دغه عملیاتو کې د یادې ولسوالۍ ګڼ شمیر سیمې د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوي او سلګونه میله وسلې هم د ملي امنیت ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو لا تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په کندهار کې له څه باندې دوو میاشتو راهیسې جګړې پيل شوې دي، چې له امله یې زرګونه کورنۍ بې ځایه شوې دي او ګڼ مالي زیانونه ور اوښتي دي.

که څه هم حکومت له خپله اړخه جګړه کې د پرمختګ خبره کوي مګر طالبان بیا وايي چې ډېری سیمې یې تر اوسه تر کنټرول لاندې دي او ګن شمېر سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum