The news is by your side.

د ټرمپ ټویټر حساب د تل لپاره تړل سوی

خبریال ویبپاڼه/ وروسته له هغه چې  د ټرمپ په ملاتړ لاریونونه وسول او پکښي تاوتریخوالی ترسره سو ټویټر د ډونالډ ټرمپ اکونټ وتړی ټویټر ویلي  چې دا کار يې د احتمالي خطرونو د له منځه وړلو لپاره کړی.

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو وروسته ټرمپ څو ځله ویلي چې د ټاکنو پایلې نه منې او دا ټاکنې له درغلیو ډکې دي ځکه نو يې ملاتړ کوونکو په ملاتړ لارینونه وکړ.

د ټویټر د خوندي توب برخې ویلي چې د ټرمپ حساب د تل لپاره وتړل سو، ټرمپ په ټویټر کې ۸۸ میلیونه تعقیبوونکي فالورز درلودل.

په نورو انټرنیټي سایټونو کې د ټرمپ حسابونه.

له  هغه وروسته چې  ټویټر دا اقدام کړی فېسبوک هم ویلي چې د بایډن د لوړې مراسمو پر وخت به د انسټراګرام او فېسبوک اکونټونو فعالیتونه ورته ځنډوي  ترڅو چې دا مراسم ترسره سي همدا رنګه امریکا ته له نوموړي له خطر لیدلووروسته یوټوب او نورو لویو شبکو ورته پرېکړې کړې دي.

د امریکا په تاریخ کې د ټرمپ د دورې ټاکنې ځانګړې وې او پکښي زیاتو خلکو ګډون کړی وو، د جمهوریت غوښتوونکو څخه ډونالډ ټرمپ او ډیموکراټانو له لارې جو بایډن د جمهوري ریاست ټاکنو کې د نوماندانو په توګه ګډون وکړي  چې بایډن وکړای سول اوسني واکمن ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته ماتې ورکړي او ځان د امریکا نوی منتخب ولسمشر کړي.

د افغانستان جګړه او د سولې نیمګړې هڅې، په سیمه کې له ایران سره خرابې اړیکې، عراق او په دې هېواد کې د کرونا روانه وبا د جو بایډن په وړاندې پرتې ستونزې او ګواښونه چې دی يې باید په هکله سمې پریکړې وکړي.

له تیري اوږدې مودي راهیسې د افغانستان د سولې په هکله هڅې روانې دي خو لاهم کومه مهمه لاس ته راونه په دې برخه کې نسته چې  افغانان دي د جګړې کمولو حس وکړي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.