The news is by your side.

که هر چا چوکۍ ورکړه د هغه دی

 خبريال وېبپاڼه/ څو ورځې وړاندې د اشرف غني او عطامحمد نور توافق بيا لړزانده شو او ولسمشر غني د روغتیا وزير چې د عطامحمد نور د برخې کس و له دندې لرې کړ، نه يوازې چې ددې وزير د دندې څخه لرې کول ناندريز و بلکې د ځینو خلکو د پیژندلو ښه موقع هم شوه.

عطامحمد نور وروسته له دې چې د خپل وزير لرې کېدل واورېدل نو سمدلاسه یې په حکومت باندې د تعصب ټاپې پيل کړې، حکومت ښه يا بد وي، خو د عطا محمد نور دريځ دلته د هغه اصلي څېره ښه ښکاره کوي.

تر هغه چې دده د خوښې کس وزير و، ددې هر فرمان د روغتیا په وزرات کې چلېده، دده وزير چې په فساد تورن و نو هېڅ خبره نه وه، نه د حکومت مشر اشرف غني متعصب و نه هم ديکتاتور و.

د موقت حکومت پلوي
عطامحمد نور هم د افغانستان د سیاست هغه وږې څېره ده چې هر چېرته یې جېب غوړ و هملته کېني، دا خصوصيت په ټوله ټلواله کې شتون لري، ټلواله چې په خوله د پاکستان د مخالفت خبرې کوي خو په عمل کې ددوی قبله همدا پاکستان دی، دوی د مهمو پرېکړو په وخت کې لومړی مخ همدې پاکستان ته مخ اړوي.

تر پرون پورې همدې عطامحمد نور موقت حکومت د افغانستان په خير نه ګاڼه، د اشرف غني له سياست او تګلارې یې ملاتړ کاوه، خو چې څنګه دده څخه وزرات واخيستل شو نو سمدلاسه یې سبا ته اعلان وکړ چې د موقت حکومت څخه ملاتړ کوي او موقت حکومت د افغانستان په خير دی.

که څه هم د عطامحمد نور په خوله نه څوک موقت حکومت رامنځته کوي او نه يې لرې کوي، خو په دې خبره ده هغه خپل اصليت د افغانستان خلکو ته وښوده.

بې ارزښتونو سياستوال
عطا محمد نور د سیاست کولو لپاره کوم ارزښت نلري، دی او ډله يې سياست د پيسو او مقام په بنسټ کوي، که چا مقام ورکړ نو دوی به بدون له دې چې هېڅ ډول ارزښت او کوم اصل په پام کې ونيسي فوراً د هغه په خوا کې ودري، که يو چا ترې مقام واخیست نو که تر پرونه یې ورته ورور هم ويلي نو دښمن به یې اعلانوي.

ټول درد یې پيسې دی، که امريکا پيسې او مقام ورکړې نو بيا د امريکا يرغل په افغانستان باندې يو ډېر نېک کار ګڼي، بيا امريکايان بېخي کافران نه دي او ان شهيدانېژي.

ټلواله او متفقين بې ارزښته او بی اصولو سياستوال دي، په دوی په هیڅ ډول باور نه دی پکار، څومره چې منزوي کېږي هغومره ددې هېواد د هر فرد په ګټه دي، سبا که چين په افغانستان يرغل کوي او عطامحمد نور ته د چوکۍ او مقام وعده ورکړي نو‌ د ټولو ملېشو سره به یې په خدمت کې وي، لکه څنګه چې د امريکا په خدمت کې و.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.