The news is by your side.

پاکستان څه ډول د پېښور د تجارتي پرمختګ مخه نيسي؟

پاکستان څه ډول د پېښور د تجارتي پرمختګ مخه نيسي؟

خبريال وېبپاڼه/ په پاکستان کې ترټولو غوره سيمه پنجاب ده، د پاکستان له لوري اشغال شوې سیمې بيا ترټولو شاته پاتې سيمې دي، د پاکستان حکومت په شعوري ډول دا سیمې په فقر او قرضونو کې ډوبوي.

د پښتونخوا ترټولو زيات تجارت او سوداګري د افغانستان سره ده، په پښتونخوا کې فعالې فابریکې خپل تولیدات افغانستان ته رالېږي، په دې فابريکو کې په زرګونه پښتانه کار کوي، بيا ددې موادو افغانستان ته رالېږل بيا د ډېرو نورو کسانو لپاره د کار زمينه برابروي، خو له بده مرغه د افغانستان سره د پښتونخوا سوداګري د مرکزي حکومت له لوري د ګڼو خنډونو سره مخ کېږي

د افغانستان سره د پښتونخوا لارې ډېر وخت تړلې وي، د پاکستان پوځ په شعوري ډول په دې لارو کې ستونزې پيدا کوي، کله په تورخم او يا سپين بولدک کې جګړې ته لمن وهي او بيا په دې بهانه لارې تړي، د څو ورځو لپاره بيا لارې تړلې وي، په موټرو کې د سوداګرو مالونه د ډېر انتظار څخه خراب شي او وروسته چې لار خوشي سي هم سوداګر ځورول کېږي او ورڅخه پيسې اخيستل کېږي.

يوازې دومره نده
پاکستان د پښتونخوا او افغانستان د تجارت د مخینوي لپاره هرڅه کوي، یوازې د لارو تړل نه دي، بلکې له دې لوري افغان سوداګر هم د پاکستان له لوري د ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.

پاکستان د افغان سوداګرو مالونه په تمه کوي، په پاکستان کې بيا لارې ورباندې تړي، کله چې د افغانستان د سوداګرو مالونه هند ته انتقال کېږي په دې پروسه کې بيا افغان سوداګر د ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.

خو دا هرڅه پاکستان د خپل دښمن هېواد هندوستان سره هېڅکله نکوي، پخپله د پنجاب او هند ترمنځ سوداګري يوه دقيقه هم نه پرچاو کېږي، نه يوازې چې تجارت نه بندېږي بلکې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت د آسانۍ لپاره د ويزې معافيت باندې هم بحثونه کېږي.

يانې هغه پاکستان چې په افغانستان دا تور لګوي چې د هند سره دوستي ددوی د هېواد لپاره تهديد جوړوي پخپله د همدې تش په نامه لوی دښمن سره د ويزو د معافیت په هکله خبرې او بحثونه کوي.

د پاکستان مطلب څه دی؟
په حقيقت کې پاکستان د پښتونخوا د ودې مخه نیسي، دوی نه غواړي چې د پښتونخوا خلک مصروف وي خپل کاروبار ولري، ځکه بيا ددوی د تروريستي پروژو لپاره خام مواد کمېږي.

پاکستان غواړي يو ځل پښتانه ښه بېکاره ښه سره ټوټې ټوټې ښه سره په تنګ کړي او بيا وروسته سره په جنګ کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.