د کي_جي_اف۲ فيلم ټيلرز د يوټوب په کچه تاريخي ريکارډ جوړ کړ.

خبريال وېب پاڼه: د هندي فلمونو اداکار نوين کومار ګوادا چې په ياش يا راک سټار ياش مشهور دی د کي_جي_اف_۲ په نوم د نوي فيلم ټيلرز يې په يوټوب کې تاريخي ريکارډ جوړ کړ.

کي_جي_اف_۲ فيلم کوچني ټيلرز چې ۲ دقيقي او ۱۶ ثانيې وخت لري په يوټوب کې په لومړيو ۲۴ ساعتونو کې ۷۸ ميليونه خلکو لخوا ليدل شوي چې دا په يوټوب کې د ريکارډ په کچه د خلکو لخوا ليدل شوی دی چې اوس مهال يې ويورز( ليدونکي) تر ۹۶ ميليونه پوري رسيږي.

کي_جي_اف_۲ فيلم ټيلرز د هومبل فيلمز په نوم د يوټوب چينل لخوا د ۲۰۲۱/۱/۷ نيټه په يوټوب کې ليدونکو ته وړاندي شو چې په لومړيو ۲۴ ساعتونو کې يې د ريکاډ په کچه ليدونکي واخيستل خو دا لا معلومه نه ده چې دا فيلم به څه وخت بازار ته وړاندي شي.

د ياش د همدي فيلم اړوند مخکيني فيلم کي_جي_اف۱ په ۲۰۱۸ز کال کې بازار ته وړاندی شوی وه چې د ليدونکو د خوښې وړ کرځيدلی وه او د ټيلرز د زياتو ليدونکو يو علت هم همدا کيدی شي چې په کم وخت کې يې زيات ليدونکي واخيستل.

ياش چې د هندي سينما وتلی ستوری دی د ۲۰۰۴ز کال څخه په سينما کې کار کوي په ۱۹۸۶ز کال د جنوری په اتمه نيټه د هندوستان د کارناتاکا ايالت په حسن نومي ولسوالۍ کې زيږدلی دی.

ياش چې د کااناډا سينما سره کار کوي په ۲۰۰۸ز کال کې د خپلی ميرمنې ريډيکا پنډيټ سره د ډيبيټ په نوم يو فيلم کې کار وکړ چې د هغه کال د غوره فلمې اداکارانو جايزه يې واخيسته او د هغې وروسته په هندي سينما او کې مشهور شو او د نړۍ د غوره فيلمې اداکارانو له ډلي وشميرل شو.

يا له دې سربيره په ۲۰۱۰ز د موډاسالا، ۲۰۱۱ز کيرټاکا او راجډداني، ۲۰۱۲ز ډرامه، ۲۰۱۳ز ګوګلي، او راجا هولي، ۲۰۱۴ز ګاجا کيساري او ښاغلی او اغلې رامجاري، ۲۰۱۵ز ماسټرپيز او ۲۰۱۸ز کې د کي_ي_اف۱ فلمونو کې کار کړی دی.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More