The news is by your side.

وړاندې له واده په دې ۵ خبرو سر خلاص کړئ

وړاندې له واده په دې ۵ خبرو سر خلاص کړئ
خبريال ویبپاڼه/ واده يوه جدي مسله ده، داسې يوه مسله چې زموږ په هېواد کې يې د تلف په صورت کې تلافي امکان نلري، مطلب يو ځل چې په افغانستان کې واده وشي نو بيا وشي، بيا نو يو کس نشي کولی له دې واده په شاه شي، له همدې کبله په دې پرېکړه کې بايد ډېر جدي فکر وکړي.

ولې واده کول غواړئ؟
دا ډېره مهمه پوښتنه ده، چې ولې يو کس واده کول غواړي، ايا اولاد غواړي، ايا د ستونزو څخه تښتي او فکر کوي د واده سره به يې ستونزې حل شي، ايا خپله ج+ن سي لوږه پوره کول غواړي، ايا وېره لري چې زړېږي او يا په ريښتيا سره غواړي د يوه انسان سره ګډ ژوند پيل کړي، داسې ګډ ژوند چې په يوه دوه طرفه اړیکه راکړه ورکړه ولاړ وي.

ولې ددې نجلۍ/ هلک سره واده کول غواړئ؟
داسې فکر وکړئ، ولې تاسې اوس د همدې کس سره واده کول غواړئ، د چا سره چې تاسې د واده کولو فکر کوی ايا واقعا یې پوره پېژنی، ايا په دې باندې باور لری چې د اوږدو کلونو او ټول عمر لپاره به په يوه کور کې خوشحاله ژوند ولرئ، ايا په دې‌ باندې ډاډه یاست چې کله د ګډ ژوند مسوليتونه سره ووېشی نو يو بل به سره اداره کړئ يو بل به سره وزغمی.

څه ډول يوه نجلۍ يا هلک سره واده کول غواړئ؟
په دې هکله مو فکر کړی دی، چې کوم ماډل نجلۍ غواړی، لکه مور مو، محافظه کاره، چالاکه، مسته، ديموکراته، ايا کوم ماډل او پروفایل چې ستاسې خوښ دی هغه مو د خپلې خوښې په نجلۍ کې وینی او يا هم فکر کوی چې د‌ واده وروسته به دا بدل کړی، دې ته متوجه شئ چې نجونې يا هلکان مخکې له واده څخه تاسې ته صرف خپل ښه خويونه او طرفونه درښيي، له همدې مخکې له واده خپل د خپلې خوښې ماډل ښه دقیق معلوم کړی او هغه کس چې په پام کې مو ده واده ورسره وکړئ ډېر دقیق او هراړخيز وپېژنئ.

ايا پېښو ته له يوه اړخه ګورئ؟
په ژوند کې د نظر زاويه ترهرڅه مهمه ده، پېښو ته ستاسې او ستاسې د راتلونکې مېرمن ليد ستاسې د خوشالۍ او ناخوښۍ بنسټ اېږدي، که تاسې د‌ ګيلاس ډکې او مېرمن مو خالي برخې ته ګوري نو په ژوند کې مو جنجال هېڅکله کمیدونکی نه دی، هڅه وکړئ داسې يو کس وټاکئ چې ليد یې تاسې ته نېږدې وي او يو بل درک کړای شئ.

د کور+ والي ټکی په پام کې ونيسئ
که څه هم خلک ددې مسلې په هکله په زغرده خبرې نشي کولی خو د ډېرو خلکو په دې هکله د واده څخه زياتې تمې وي، چې وروسته له واده ډېری په حقيقت نه بدلېږي، په دې باندې بايد پوه شئ چې کوم شخص تاسې د واده لپاره ټاکلی د هغه ج+ سي مزاج څه ډول دی؟ ايا ډېر زيات د کور+ والي شوق او يا برابر او يا هم کم، تاسې کولی شئ دا په خبرو کې په ساده ګۍ معلوم کړئ، که دې ټکي ته پام ونکړئ نو کېدی شي ستاسې د کور+ والي شوق ډېر لوړ وي، مثال تاسې هره ورځ اړتيا ورته لری خو کومه مېرمن مو چې په پام کې ده کېدی شي په اونۍ کې یې يو ځل‌ زړه وي او همدومره ورته غوره وي، دا نو بيا ستاسې لپاره ستونزه جوړوي، له همدې کبله په دې برخه کې هم بايد پوره سر خلاص کړئ.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.