قطر کې شپږ بجې د تماس ډلې غونډه کوي
خبریال وېبپاڼه/ د طالبانو او افغان حکومت د تماس ډلې نن د قطر پروخت د ماذدیګر ۶ بجې ناسته کوي او د دواړه لورو به شپږ شپږ کسان موجود وي.
دغه څرګندونې طالب سرچینو خبریال وېبپاڼې ته کړې دي.
سرچینې زیاتوي، چې دا ناسته یوازي د خبرو د بهیر د اوږدېدلو او روان ساتلو په هدف کېږي.
د سرچینو په وینا، د طالب پلاوي با صلاحیته کسان لکه ملا برادر او شیخ عبدالحکیم ؛ ملا فاضل انس حقاني او ګڼ نور کسان لا هم په اسلام اباد کې پاکستاني چارواکو را ګرزولي دي.
د مذاکراتو افغان لوري تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دغه غونډه په داسې حال کې کېږي، چې د طالب پلاوي یو شمېر غړي لا هم په پاکستان کې دي او ویل کېږي، چې هلته له پاکستاني چارواکو سره په سلا او مشوور بوخت دي.
د موقت حکومت رامنځته کېدو روانه ډنډوره هم د پاکستان هغه دسیسه ده چې طالبان او پاکستاني چارواکي دمګړۍ پرې بحث کوي او له امله یې د مذاکراتو بهیر هم بې صلاحیته کسانو ته پاتې دی.
بل خوا د اوربند خبره پر خپل ځای پاتې ده، طالبان وايي چې د له تور لېسته د طالب مشرانو ایستل، د نظام راتلونکې بڼه او د طالب بندیانو خوشې کېدل به د خبرو د اجنډا په سر کې قرار ولري، مګر افغان حکومت وايي چې اوربند به د خبرو په سر کې قرار ولري.
لا معلومه نه ده چې په اوربند به سلا وشي او که موقت حکومت به رامنځته شي، خو د شنونکو په باور طالبان تر هغو اوربند نه کوي څو چې درې اساسي غوښتنې چې نن یې تازه مطرح کړې دي منل شوې نه وي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.