The news is by your side.

طالبانو په جلال اباد کې د ولسمشر غني څرکندونو ته غبرګون وښود

طالبانو په جلال اباد کې د ولسمشر غني څرکندونو ته غبرګون وښود

خبريال وېبپاڼه/ وروسته له هغه چې ولسمشر غني په دې وروستيو کې په بار بار د موقت حکومت جوړېدل او د واک انتقال بدون له ټاکنو رد کړ اوس تازه طالبانو د ورځې د خبرې په نامه په یوه بيان کې ويلي دي چې افغانان د اشرف غني د واکمنۍ ددوام سره مخالف دي.

افغانان د اشرف غني د اقتدار دوام نه غواړي
د طالبانو ویاند په بيان کې ويلي دي چې افغانان نور د اشرف غني د اقتدار او حکومت دوام نه غواړي، طالبان وايي چې افغانان اوس تر بل هر وخت سولې ته ډېره اړتيا لري، د طالبانو ددې بيان په بنسټ افغانان اوس د ولسمشر غني د حکومت له دوام څخه د سولې ته ترجيح ورکوي.

طالبان د خپل دې بيان په یوه برخه کې د ولسمشر غني د حکومت په کارونو نيوکه کوي او وايي چې د اشرف غني واک او حکومتولۍ افغانستان او افغانانو ته بدون له فقر،جګړې او بدبختۍ څخه بل څه نه دي راوړي.

خو طالبانو دا وضاحت نه دی ورکړی چې ولسمشر غني په دې فقر، بدبختۍ او جګړه کې يوازې و که په وړاندې یې کومه بله ډله هم وه چې ددې ټولو ناخوالو سبب شوه.

تر غني سوله غوره ده
طالبانو په تکرار او ټينګار سره پخپل بیان کې ويلي دي چې افغانانو ته د ولسمشر غني د حکومت څخه سوله مهم ده، طالبان زياتوي چې په اوس وخت کې افغانان تر بل هرڅه سولې ته ډېره اړتيا لري له همدې کبله دوي ته د اشرف غني د واک د دوام څخه سوله مهم ده.

غني به حتماً واک پرېږدي
د طالبانو له بيان څخه ښکاري چې طالبان په هېڅ وجه نه د اشرف غني د حکومت سره کار کول غواړي او نه هم ددې حکومت دوام.

د طالبانو د دريځ څخه ښکاري چې د اشرف غني تګ بايد حتمي وي که نه دوی کېدی شي تر هغه جګړې ته دوام ورکړي ترڅو ولسمشر غني د واک له چوکۍ په وي ښکته شوی.

ولسمشر دوام غواړي
د طالبانو دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې ولسمشر غني ځانته قانوني ولسمشر وايي او په دې قناعت دی چې دی د افغانستان د خلکو له لوري ټاکل شوي دی، له همدې کبله ولسمشر غني د واک انتقال صرف د ټاکنو له لارې ممکن بولي.

ولسمشر غني تېره ورځ د امريکا د یوه مشهور تلويزيون سره په خبرو کې وويل چې دی په هېڅ ډول دې ته تيار نه دی چې واک دې بدون له دې چې ټاکنې وشي بل چاته وسپاري.

ولسمشر غني او ټيم يې په دې باور دي چې مخکې له وخته به د واک سپارل د قدرت تشه رامنځته کړي او هېواد به يو ځل بيا د خپل پخواني سرنوست سره مخ شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.