چې نه مري؛ لا به واوري/ د طالب مشر لیکنه

خبریال وېب پاڼه/ که ستاسو په یاد وي درې میاشتې وړاندې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند نعیم وردګ د طلوع نیوز خبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې طالبان هر وخت د اسلامي نظام خبره کوي تاسو په افغانستان کې څه ډول اسلامي نظام غواړﺉ؟

ډاکتر محمد نعیم ورته وویل چې موږ په افغانستان کې د یوه نوي اسلامي نظام د رامنځته کېدو غوښتونکي یوو.

هغه وخت ډېری هېوادوال په دې نه پوهېدل چې نوی اسلامي نظام په څنګه وي؟

ځکه د نبي کریم صلی الله علبه وسلم او خلفاء راشیدینو لخوا چې مسلمانو ته کوم نظام په میراث پاتې شوی دی د هغه خو څوارلس سوه کاله کیږي، او هغه دین د ترحم، عفوې، خواخوږۍ او همدردۍ دین دی او کوم دین چې د الله رسول تر مونږه را رسولی، هغه سپیڅلی دین نه یوازې د انسانانو او پیریانو بلکې د ټولو مخلوفاتو لپاره رحمت ګڼل شوی، الله جل جلاله محمد صلی الله علیه وسلم ته په سورة الأنبياء کښې وائي بسم الله الرحمن الرحيم ( وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ)
حضرت ابن عباس رضي الله عنه ددي آیت په تفسیر کې وایي چې الله پاک محمدصلی الله علیه وسلم د ټول عالم لپاره رحمت استولی دی، هغه که مؤمن وي او که کافر، اوس د دغه سوال ځواب چې د عامو هېواد والو په ‌‌ذهن کې پورته او کښته کېدو چې دا نوی اسلامي نظام به څه ډول وي، د طالبانو يو لوړ رتبه کس ملا محمد عیسی په یوه غږیز پیغام کې تشرېح کړی دی، چي دلته یې تاسو کتونکي اوریدلي شﺉ.

ملا عیسی اوس مهال د طالبانو لخوا د ننګرهار لپاره تش په نامه والي دی، چې تر دې وړاندې د کندهار او غزني ولایتونو مسؤول هم پاتې شوی دی او مولوي هبة الله او ملایعقوب ته ډیر نزدې کس ګڼل کیږي، نوموړی په دي غږیز پیغام کې خپلو افرادو ته د نوي اسلامي نظام چې طالبان يې د رامنځته کېدو هوډ لري د تطبیق لارې چارې ښیي.

ملا محمد عیسی په دغه غږیز پیغام کې خپلو افرادو ته امر کوي، هغوی ته د الله ذات وسیله ګرځوي او ورته وایي چې د ننګرهار خوګیانو ولسوالۍ کې که د انسانانو وي او که د خرو، او آن که د سپو لاره هم وي، په غره کې وي، که په هواره او په پټې کې، په ټولو لارو کې یې ماینونه ښخ کړﺉ، هغه که پرسونل ضد یا موټر ضد ماینونه وي، په دې ټولو لارو کې ځای پر ځای کړﺉ، او د زاويې (زاویه په خوګیانو کي یوه پراخه سیمه ده ) خلک موټر، سړي او هر شی چې مو ټینګ کړ، هغه پرې نه ږدﺉ استوۍ یﺉ ( بې محکمي یې ووژنﺉ او له منځه یې یوسﺉ)

ملا عیسی وایي چې ما مولوي اختر محمد ته هم خبره کړې ده چي د دې خلکو موټرونه، مالونه او هېڅ شی ور پری نږدﺉ، چې شل ځله انکار وکړي چي زه نه یم په کې بیا یې هم پرې نږدﺉ او ویې وژنﺉ.

ملا محمد عیسی تر دې هم وړاندې ځي او خپلو افرادو ته وایي هر چا چې اربکیانو ( محلي پولیسو ته) خلک ورکړي وي چریکي مجاهدین ور ولیږﺉ، ډبې په لاس ورکړﺉ، په کورنو کې یې ورته انفجار ورکړﺉ، ښځې او ماشومان يې په دې چاودنو ورکاڼه کړﺉ، چې درک ورته معلوم شي، تر ټولو د حیرت خبره خو دا ده چي دا ښاغلی وايي که مو ماشومان او ښځې ور ونه وژل خدای مو ه څ کله نصرت نه کوي ( العیاذبالله) په اخر کې ورته وایي، چې ټولي ویالي ور پرچاو کړﺉ اوبه مه ور پریږدﺉ، مطلب چ نر، ښځې ماشومان او حیوانان یې له تندي ومري.

طالبان ځکه د نوي اسلامي نظام خبره کوي چې دا نظام د دوی له خوا جوړ شوی، که موږ د حضرت محمد صلی اله علیه وسلم او د خلفاء راشیدنو دور ته نظر واچوو، په هغه سپیڅلي دین کې خو له لارې څخه د ازغزي په لرې کولو مسلمان ته جنت واجبیږي، یوحدیٍث کې راځي چا چې د الله به نوم د لارې څخه تیږه، اغزی او یا هډوکی لېرې کړو او ولاړ دغه کس په حقیقت کې ځان له اوره وژغورلو
بخاري او مسلم.

په بل حدیث کي چي طبراني رانقل کړی راځي، چا چې د مسلمانانو په لاره کې خیري ومینځل پر هغه دې د الله ، ملائکو او د ټولو انسانانو له لوري لعنت وي.

د نبي کریم صلی الله علیه وسلم څخه چی کوم دین تر موږه را رسیدلی په هغه اسلام کې د کافرانو سره د جنګ په ساحه کی د هغوی د ښځو ماشومانو د وژلو څخه جدي منع فرمایل شوې نو د مسلمانانو مرګ به څرنګه جواز ولري؟

إِنَّ النَّبِيَّ ﷺ نَهَى فِي الحُرُوبِ عَنْ قَتْلِ النَّسَاءِ وَالصِّبْيَانِ, وَعَنْ قَتْلِ الأُجَرَاءِ وَغَيْرِهِمْ مِنَ الأَبْرِيَاءِ مِنْ غَيْرِ المُسْلِمِينَ، فَكَيْفَ بِالمُسْلِمِينَ؟
او همدارنګه په یو بل حدیث چ له عَبْدِ اللهِ بْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُمَا څخه روایت شوی دی «أَنَّ امْرَأَةً وُجِدَتْ فِي بَعْضِ مَغَازِي النَّبِيِّ ﷺ مَقْتُولَةً، فَأَنْكَرَ رَسُولُ اللهِ ﷺ قَتْلَ النِّسَاءِ وَالصِّبْيَانِ». مُتَّفَقٌ عَلَيْهِ) خو اوس د جهاد او نوي اسلامي نظام په نوم یوه ډله چې د افغانانو وژل ورته مباح کار ښکاري په داسې بې رحمانه فرامینو سره د ښځو او ماشومانو د قتل امرونه ورکوي، سره له دي چې افغانان په اسلام کې څوارلس سوه کاله مخینه لري او د اسلام مقدس دین یې په داسې توګه منلی چي په ننۍ نړۍ کې یې د اسلامیت او دیانت یوه نمونه ده.

ملا محمد عیسی په ۲۰۱۶م کال کې پاکستاني استخباراتو له یوه امر څخه د سرغړون په تور ونیولو اته میاشتې ورسره بندی وو، د بند په دوران کې یې په لسګونو وارونه په مقعد کې د سرو مرچو پورې ورکړي وو، چې تر راخلاصېدو ورړسته يې په اغا خان هسپتال کي خپله تداوي کوله، خو دغه بې همته يوه ورځ خپلو افرادو ته امر ورنه کړ چې د پنجابي پوځ په لاره کې ماین کېږدﺉ او یا یې ووژنﺉ، خو د افغانانو قتل بیا هېڅ هم نه ورته ښکاري او هره ورځ په لسګونو بې ګناه افغانان وژني، لوی رب دې زموږ پر دې خوار او غریب ولس رحم وکړي څلور لسیزي کیږي چي په یو اوبل نوم وژل کیږي او هېڅوک هم رحم نه ورباندي کوي.

لیکنه: حافظ جلیل

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum