ړندې بمبارۍ؛ نیمروز کې ۱۲ ملکیان په شهادت رسېدلي
خبریال وېبپاڼه/ د نیمروز د ولایتي شورا رییس باز محمد ناصر وايي، چې په دغه ولایت کې د افغان ځواکونو په هوایي برید کې ۱۲ ملکي وګړي شهیدان شوي او دوه نور ټپيان دي.
ناصر ادعا کړې چې افغان هوایي ځواکونو تېره شپه د خاشرود ولسوالۍ په منظوري سیمه کې د طالبانو پر ګمرک برید کړی دی چې په پایله کې یې ګمرک ته ورڅېرمه درې کورونه په بشپړه توګه له منځه تللي او یاده مرګ ژوبله یې اړولې ده.
نوموړي که څه هم طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي خو ویلي یې دي چې په دې پېښه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۲ ملکي وګړي شهیدا شوي او دوه نور سخت ټپیان شوي دي.
په همدې حال کې د نیمروز د والي ویاند رحمت الله عمر د پېښې په اړه بې خبري ښودلې خو زیاته کړې یې ده چې دوی په دې اړه څېړنې پیل کړې دي.
دفاع وزارت بیا تر اوسه په دې اړه هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.
ړوندو بمباریو وخت ناوخته ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده، څو اوونۍ مخکې د کندهار په ارغنداب کې د ملکي وګړو پر کورونو هوايي برید شوی و، چې په پایله کې یې د یوې کورنۍ یوولس غړي شهیدان شوي وو.
د سولې خبرو سره هممهاله طالبانو جګړې ته شدت ورکړی چې له امله یې ځینې وخت د افغان ځواکونو په ځوابي بریدونو کې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوړي.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.