The news is by your side.

پر کابل پوهنتون بیا د ټانکونو ګزمې پیل شوې

خبریال وېب پاڼه/ ویل کیږي نن له سهار وختي راهیسې د کابل پوهنتون شاوخوا ټانکونو نیولې ده.

عیني شاهدان وایي د کابل پوهنتون نه ها خوا تر لېرې لېرې سیمو پورې هم ټانکونه ولاړ دي او خلک تلاشي کوي.

څوک وایي چي ولسمشر اشرف غني پوهنتون ته راځي او څوک بیا وایي چي بله کیسه ده. حکومت خو تر دې دمه کابل پوهنتون ته د غني د تګ رسمي خبره نه ده کړې.

زموږ تجربه دا ده چې په دغسې حالاتو کې یا په دغه ورځ یا سبا یوه بده پېښه کېږي، یعنې دا قوتونه خپله په دغسې پېښو کي لاس لري او د لویو بدو پېښو د رامنځته کېدو لامل کیږي.

کابل ښاریان هم د دومره ډېرو ټانکونو ګرځېدو او تالاشۍ اخیستلو اندېښمن کړي چې ګواکې څه کیسه ده، وایي که څه پېښ شول مسؤول یې خپله امنیتي ځواکونه وي.

کابل ښار کې هر ځل د لویو ټانکونو له لوري د ګزمو وهلو او کلکې تالاشۍ اخیستلو وروسته یې پر سبا خونړۍ پېښې را منځته کیږي چې خلک خپله همدا امنیتي تدابیر او ځواکونه د پېښو د را منځته کېدو عاملین ګڼي.

څو میاشتې وړاندې په کابل پوهنتون له برید وروسته هم ډېرو عیني شاهدانو وویل چې د کابل پوهنتون تر مخه دومره امنیتي تدابیر کله نه وو لیدل شوي خو د برید نه یوه ورځ وړاندې ټانکونو ګزمې وهلې او پر سبا یې پر پوهنتون تر ټولو دروند خونړی برید وشو.

خلکو ته دا پوښتنه وه چې له برید یو ورځ وړاندې د پوهنتون تر مخه دومره ډېرو ټانکونو، ګزمو او تالاشۍ د څه لپاره وې، د دومره لویو امنیتي تدابیرو سره سره بیا هم ولې پر پوهنتون برید وشو.

کابل ښاریان دا ډول امنیتي تدابیر ډېر کله د خونړیو پېښو د رامنځته کېدو لامل بولي چې تر ډېره په کې یو شمېر امینتي مسؤولین هم پړه بلل کیږي چې په لوی لاس او په پټه ترهګرو ته د بریدونو لپاره لار جوړوي.

که څه هم دوی د امنیتي تدابیرو په نیولو خفه نه دي خو ترخې تجربې یې ښیي، چې د داسې امنیت نیولو وروسته ولې خونړۍ پېښې را منځته کیږي.

دا چې د کابل پوهنتون تر مخه ولې یو ځل بیا ټانکونه ګزمې وهي، ایا ولسمشر په رښتیا سبا ورځي که نه هغه پوښتنه ده چې څو ساعتونه وروسته به ځواب شي چې دومره لوی امنیتي تدابیر ولې، چا او څه لپاره دي.

windows 8.1 pro kaufen

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.