The news is by your side.

د سولې روانه ډرامه او د ضیا ودان شهادت !

خبریال ویبپاڼه:نن وطن يو داسې ځوان له لاسه ورکړ، چې د دې وطن د ودان ليدو لپاره يې هر خطر ته غاړه ورکړې وه او د هر دښمن مخې ته په زغرده ولاړ و.
ضيا ودان، د خپل مور و پلار يوازينى زوى و، چې په ډېرې سختۍ او تکليفونو رالوى شوى و او نن نه يوازې د خپلې کورنۍ سرپرست و، بلکې د هېواد د ځوانانو يو غږ هم و، چې په هره ناروا يې خپله چيغه پورته کړې وه.
ودان د محمد (د شهيد يوازينى زوى چې څو مياشتې مخکې زېږېدلى و) په راتګ دومره خوشحالۍ وکړې، چې هغه ته يې نوې ځواني وروبخښله، خو په وطن راخورې تورې بلا ودان دې ته هم پرې نه ښود چې يوازې د محمد (بابا) غږ واوري.
د سولې روانه ډرامه د ولس لپاره لا ډېره خونړۍ شوې ده او له کله راهيسې چې د طالبانو او حکومت ترمنځ خبرې پيل شوې دي، د وطن ګل ګل ځوانان له منځه وړل کېږي.
د قطر د دوحې په مجللو هوټلونو کې ناست طالبان او حکومتيان د ولس په غم کې نه دي، بلکې د خپل واک او قدرت لپاره ناست دي او ولس په اور کې سوځېږي.
دا د سولې روانه ډرامه د دې ولس لپاره نه ده، که د سولې خبرې واى نو افغان مسلمان به په ارامه ساه ژوند کولاى، دا خو د دوه ښامارانو ترمنځ په هوسۍ جنګ دى او دواړه هڅه کوي چې د هوسۍ ډېره برخه ترلاسه او لواړه يې تېره کړي.
د وطن پاچا له هر څه بېغمه د ارګ په بندو دېوالونو کې په دې نشه مست دى، چې وطن يې جوړ کړ، خو بهر يې ولس د ژوند په ارمان هره ورځ جنازې پورته کوي.
ولس او تاريخ به دواړه ونه بخښي، د طالبانو مشران که هر څومره وحشت وکړي، د تاريخ پاڼو کې پاتې کېږي او د خلکو په ذهنونو کې ثبتېږي، د وطن پاچا چې هر څومره غفلت کوي، د خلکو په ذهنونو کې ثبتېږي او تاريخ د هغه په دور کې د ځوانانو د رژېدو شمېر شماري.
ودانه ګله! ته لاړې، يو وحشي ستا پاکه وينه په اور وسوځوله، يو وحشي ستا کوچني ماشومان بې پلاره کړل، ته خو ارام شوې، خو کورنۍ دې نا ارامه پاتې شوه، ستا وحشي قاتل دې د مېږيو خوراک شي.

لیکوال:عجب ګل

windows 7 pro kaufen

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.

koi finance