دا کارونه پټ ترسره کړئ!
انسانان له يو بل څخه توپيرونه لري.خو ځينې انسانان دې ته پام نه ساتي، چې د دوى په فکر نه وي، او په خپلو خبرو به يې د بل کس زړه مات کړى وي. ښايي دوى دا کار په قصدي ډول ترسره نه کړي، خو د نورو په ذهنونو به بده اغېزه پرېږدي. دا کارونه په لاندې ډول دي
۱ـ هغوى چې مينې کې ماته يې خوړلې،د خپلې مينې خوږې کيسې يې مخ کې مه کوئ:
مينه يو نه هېرېدونکى څېز ده، چې ژوند کې له يو ځل، له يو کس سره پيدا کېږي. د مينې ماته د ژوند له هغو ماتو څخه دى، چې د انسان زړه پورې اور بلېږي.د دوى ذهن کې د مينې له نومه صرف يو تور په ايرو لړلى ياداښت پاتې وي،چې درد يې لوى وي. نو هيله ده، د داسې خلکو په مخ کې د خپلې مينې کيسې مه کوئ، دوى ته زجر مه ورکوئ.
۲ـ د ناروغ په مخ کې د خپلې صحتمندۍ کيسه مه کوئ:
ناروغ سره تل د ضعف احساس وي،او داسې حس کوي، چې د نورو د اوږو بار دى.نو که تاسې د ناروغ په مخ کې د خپلې صحتمندۍ کيسه کړې وي، په اصل کې به مو د هغه زړه ور مات کړى وي،او هغه ته به مو د هغه د ناتوانۍ احساس ورکړى وي.
۳ـ د هغوى په مخ کې چې پلار او مور نه لري د خپل پلار او مور د نعمت خبرې مه کوئ:
پلار او مور د نړۍ لويه هستي ده، يو انسان که هر څومره لوړ شخصيت جوړ کړي، او يو مقام ته ورسېږي،نو د مور او پلار د مينې تږى وي،نو د خپل پلار او مور مهربانۍ صفت د داسې خلکو په مخ کې مه کوئ،ځکه دوى پرې د خوشينۍ احساس پيدا کوي.
۴ـ هغوى چې اولاد نه لري په مخ کې يې د خپل اولاد خوږې مه کوئ اولاد د نړۍ خوږ نعمت ده، هغوى چې دا محروميت لري، نو په خپلو خبرو ورته د دې محروميت ښودلو اشاره مه کوئ، هيله ده د خپل اولاد خوږې کيسې مه کوئ.
۵ـ د غمجن په مخ کې خوشحالي مه کوه. غمجن کس په خپل زړه کې يو درد لري.د دوى زړه د دې توان نه لري، چې وخاندي،که هر څومره دوى ته د خوښۍ خبر ورکړى، د دوى د تړلې خولې تار به ونه شلېږي.نو هغه کس چې غم لري او غمجن وي په مخ کې يې خوشحالي مه لمانځئ.دوى ته د دى احساس مه وربښئ چې د دوى قسمت کې غم او ستاسو خوشحالي ليکل شوې.
که مو چاته داسې خبره نه شوی کولی، چې هغه ته خوښي ورکړئ، له داسې خبرو ویلو ډډه وکړئ، چې زړونه په مات کړئ، دا مه هېروئ، له هر زړه نه خدای ته لار تللې، کېدای شي، د یوه مظلوم زړه ازار مو ژوند په بل مخ کړي.
زړونه لاسته راوړئ، د زړونو پادشاه اوسئ، او هغوی چې دتاسې د لارې خنډ کېږي، په دې پسې مه ګرځي، چې هغوی ته سزا ورکړئ، د ژوند څرخه په ټولو ګرځې راګرځي، او د خدای عدالت تل ترتله شتون لري.
لیکواله: مریم صدیقي
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.