ملاهيبت الله؛ طالبان دې له يوه څخه زيات ودونه نکوي

ملاهيبت الله؛ طالبان دې له څو ښځو سره د واده کولو څخه ډډه وکړي
خبريال ویبپاڼه/ د طالبانو د ډلې مشر ملا هیبت الله د طالبانو څخه غوښتي دي چې د څو ښځو سره د واده کولو څخه ډډه وکړي او په يوه مېرمن کفايت وکړي.

د طالبانو د مشر ملا هیبت الله دا امر په داسې حال کې راځي چې ټول خلک دې ته په تمه دي چې ووينئ طالبانو د پخوا څخه تراوسه پورې بدلون کړي دی که نه.

مصارف يې زيات دي
د طالبانو مشر پخپل يوه بیان کې ویلي دي چې د دوهمې، دريمې او څلورمې ښځې د کولو سره دې واده نکوي، ده‌ خپلو طالبانو ته ویلي دي چې د واده کولو مصارف په افغانستان کې ډېر زيات دي له همدې کبله اوس باید د ډېرو ودونو څخه ډډه وشي.

د طالبانو دې مشر پخپل بیان کې دا هم ويلي دي چې د افغانستان حالت اوس دا نه ايجاب کوي چې طالبان دې څو ښځې وکړي، ده ويلي دي چې دوهم يا دریم واده کول د عيش کار دی او طالبان او افغانستان په داسې حال کې نه دي چې څوک پکې عيش وکړي.

د طالبانو مشر پخپل دې بيان کې د يوه څخه د ډېرو وادونو کولو ديني بخش ته هم اشاره کړې ده او ويلي يې دي چې په ديني ډول د يوې ښځې څخه د زياتو ښځو سره واده کول جايز دي، هيبت الله د ديني اړخه د يوه څخه د زياتو ودونو کولو روا کېدل بيان کړي دي خو پخپله يې بیا د یوه څخه د ډېرو ودونو کولو توصیه نه ده کړې.

طالبان د خلکو له لورانو سره په زور واده کوي
ويل کېږي چې د طالبانو د مشر دا حکم وروسته له هغه صادر شو کله چې په کليو کې خلکو‌ د طالبانو څخه شکایت وکړ، په کليو او بانډو کې طالب وسله وال د خلکو د لورانو سره په زور وادونه کوي، دوی د نجونو پلرونو ګواښي سپکوي یې او په پاي کې یې مجبوروي چې خپله لور دوی ته ورکړي.

همدا اوس ډېری طالب قوماندانان د يوې څخه زياتې ښځې لري چې ډېری يې په جبر کړې دي، په کليو کې اوس طالب مشران او قومندانان د عيش او عشرت ژوند کوي، دوی لویې لویې کلا ګانې جوړې کړې دي او دوه درۍ ښځې یې ځانته کړې دي.

طالب قومندان اوس په کليو کې خپل عيش او عشرت کوي، جګړې ته اوس عادي طالبان استول کېږي او ددې ترڅنګ هغه کسان چې نوي طالبان شوي دي د‌ جګړې لومړۍ کرښې ته استول کېږي.

جګړه د طالبانو مالي ګټه
په کليو کې اوس په ښکاره ليدل کېږي چې طالبان دا جګړه یوازې د مالي امتياز لپاره کوی، البته دوی‌ د مالي امتياز لپاره بېلابېل نومونه کاروي ترڅو دا مشروع وښايي خو په ټوله کې یې نيت مالي لاسته راوړنې وي.

ان عادي طالبان په ملي پوځ ددوی په پوستو ددې لپاره حمله کوي چې وسلې ورڅخه يوسي بيا وروسته دا وسلې خرڅوي يا ورباندې خپل کور چلوي او يا هم ورباندې واده‌کوي.

mcafee kaufen

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More