د پښتانۀ قامي تحريک غښتلی رزاق دوتاڼی
خبریال وېب پاڼه – دا غښتلی ارواښاد عبدالرزاق خان دوتاڼی دئ، په کال,44 \1945م کښې د سوهېلي پښتونخوا د غوسکي ( زيارت) ولسوالۍ په نامتو او لرغوني کلي کواسه يا کواڅه کې د فتح محمد خان دوتاڼي په نغري کې وزېږېدی. د نيکه نوم يې بازمحمد خان دوتاڼی د ور نيکه نوم يې حاجې سلېمان خان دوتاڼی وو ، په خټه دوتاڼی عمرخېل دئ،
رزاق خان دوتاڼي په داسي وخت کې پښتونخواوطن ته تشریف راوړ چې دويم نړيوال جنګ پای ته رسېدلی وو، د نړۍ د زورور قوتو د سامراجيت کمبلي ټولي سوي وې، فرنګی سامراج لا هم هغه سې د پښتونخوا وطن پر سپين بشر لکه ښامار تتۍ اچولې وه، د وطن واک و اختيار د فرنګي بادار د مينځي تر لاس لاندي وو، د پښتانۀ قام د پرله پسې غښتلي مبارزې په سوب انګرېز د پښتنو د ډېرو وګړو د وژلو ، برمته کولو، تېښتولو، بمبار کولو ، په لوږه د وژلو وروسته خپلي بسترې وتړلې مخ پر کور په داسي حال کې روان سو ، چې د هند په نيمه وچه (برصغير) کې يې د پښتانۀ قام د انتقام اخيستلو کاغز يې د مخ په جېب کې يو وړ، خپل هغه زخمونه يې څټل، چې پښتنو د پښتونخوا وطن په هره پوله او کوڅه کښې د افغانیت په توره د پښتونولۍ په چیغه ورکړي وو، هغه د انتقام اخيستلو پروژه يې خپل نازولي او روزل سوي لاهوري ته په لاس ورکړه ، چې کله دا پروژه پېل کېده نو پښتنو مېندو هم غښتلي بچي ورته زېږولي وو ، چې په هغه غښتلو ماشومانو کې يو عبدالرازق دوتاڼی هم دئ، چې په ماشومتوب کې به يې د خپلي خاوري او قام سره دمره مينه درلوده ، چې د اتلانو کيسې او هغه ترانې به اورېدې، چي د خاوري ننګ او د قام مينه به په کښې وه. لومړنۍ زده کړي په خپل کلي کښې او لسم جماعت يې په سپېشل هائي سکول کوټه کې پاس کړ، د نورو زده کړو دپاره سائنس کالج کوټي ته داخل سو، ورسته يې په ښو نمرو د پېښور کالج څخه په 1967 کښې په انجئيرنګ کې داخله واخيسته، په هم دغه وخت کې قامي سياست ته عملي راغلی، د برصغير د ازادۍ د قافلې د مخکښ خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي سره په قامي غورځنګ کښې ملګری سو، تر ورستۍ سا پوري يې مينه او ملګرتیا ورسره وپالل، ډېر زيات احترام او درنښت يې خان شهيد ته ورکاوه ، تر څو په مرګ هم ورسره په يوه هدیره کې ښخ سو …
د خپلي تاندې ميني او سپېڅلئ مخلصتيا په سوب د قامي تحريک د مخ صفونو ته ورسېدئ، په 1973 کې د خان شهيد شهادت ډېر زهير کړ خو مايوسي او وهم يې په وجود کې نه وه، هم هغسې يې د قام د يوالي او پرمختګ دپاره هلي ځلي کولې ، په 1974 کې زندان ته ولاړئ، د مچ په زندان کې يې يوه مياشت تېره کړه، د محترم مشر محمودخان اڅکزي او اياز وزير په ملګرتيا يې پښتون لوستونکو سازمان رامنځ ته کړ، په 1978 کې د افغان ثور انقلاب پر سيميز سياست ډېر اغېز وکړ، په پاکستان کښې هم کڼ اړخ او شي اړخ سياسي قوتونه منځ ته راغله. رزاق خان دوتاڼی شپه و ورځ په قامي کار بوخت ليدل کېده ، د پښتون پريګريسيو سټوډنټ ائرګنائيزيشن ، سرحد سټوډنټ ائرګنائزيشن ، پښتون سټوډنټ ائرګنائيزيشن، درې واړه سره يو شو ، او پښتونخوا سټوډنټس ائرګنائزېشن يې جوړ کړ، په ياد اتحادي بهير کې زياتي هڅې د عبدالرزاق خان دوتاڼي وې، په 1983 کې محترم مشر محمودخان اڅکزی د پنځو کلو دپاره د پښتونخوا وطن څخه د ګوند د پرېکړي په سوب ووتئ، زکه ضيائي مارشلا د کڼ اړخو د مرګونو پلان تړلی وو، ګوند په سخت حالات کې وو ، يوې خوا ته ثور انقلاب بلې خواته ضيايي مارشلا ، بلي خواته د مشر رپوشي ، نو قامي تحريک او ګوند يتيم غوندي لمر ته ولاړ وو ، هغه د شهيدانو په وينو رپاند بيرغ د نړېدو و خواته د تور سامراج او د هغه د لاس پوڅو د جبر په بادونو روان وو ،چې په هم دغه وخت کښې ارواښاد عبدالرزاق دوتاڼی د وخت د تور طوفان په غېږ ورغلی او هغه د قام په ننګ پسوللی بېرغ يې جګ او رپاند وساتئ. دلته د خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي د لاهور د هائي کورټ بيان را ياد سو چې
خان شهيد بابا جج ته وويل چې جج صېب زه به نه يم ، زه به مړ يم ، خو د دغه بيرغ د رپولو دپاره به نور پښتانۀ را پيدا سي.
هم هغسې وسوه چې په هغه نورو پښتنو کې دا خبره عبدالرزاق دوتاڼي ريښتيا کړه .
پرله پسې سياسی مبارزه يې دا ګوند ژوندی وساتئ، ملګري يې جوړ کړه .
د ارواښاد عبدالرحيم مندوخېل صېب سره يې په ايم، ار، ډي ، کې مهم رول ولوباوه، هلته هم ارواښاد عبدالرحيم خان مندوخېل د پاکستان د نورو قامونو سره په سيالي په يو سياسي اجتماعي تحريک اخته وو ، ګوند يې د عبدالرزاق دوتاڼي پر اوږو پرېښی وو ، په سختو حالاتو کې دواړو غښتلو د قامي تحريک او قامي ګوند روزنه پالنه ، او جوړونه وکړه .
که په شلمه پېړۍ کې د پښتانۀ قامي تحريک تاريخ وسپړل سې نو د يوالي په باب کې د ښاغلي عبدالرزاق دوتاڼي نوم اول راځې ، د مزدور کسان پارټۍ ، پښتونخوا نيشنل عوامي پارټۍ اتحاد هم د ارواښاد عبدالرزاق دوتاڼي مرهون منت دئ.
د ګوند د ډېرو مخلصو او نه ستړي کېدونکو او سپېڅلو ملګرو سره چې د عبدالرزاق دوتاڼي هم عصر وو ، پوښتنه وکړه چې د رزاق لالا سره ستاسو سياسي سفر څنګه وو ، ؟
ټولو ملګرو په يو خوله دا خبره کول چې رزاق لالا زموږ تربيت داسې کوئ، لکه د خپل کور د وګړو ، پر سستي ، کاهلي، درواغ ، بې احترامي به يې په مرکزي دوتر کې ملګرو ته د غوږ پېچونه ورکول ، کله کله به څپلاخه هم په کښې وه. د وخت پابندي يې کول مرکزي ملګرو ته به يې د وخت پابندي نه کولو نوټسونه ورکول .
يو ملګري راته وويل چې پر سائنس کالج د شپې د ضیا مارشلائي چاپه وه ، سخت ټکونه شروع وو ، بد حال وو نيمه شپه وه ، بجلي يې بنده کړه ، څوک يې نيول څوک به يې وهل ، ګرفتارۍ شروع وې ، زه د کالج څخه بچاو سوم مرکزي دوتر ته مي ځان ورسوی ، زه چې ورغلم په دوتر کې خاموشي ده ، يکي يوازي رزاق لالا ناست دئ، د لوړو پوړو چارواکو سره يې پر ټيلي فون خبري کولې، هر چا ته به يې دا خبره کول چې دا ظلم دئ، او دا غير ائيني اقدام دئ، موږ په دغه کړنو نه بېرېږو، تاسو دا چاپه ټوله کړئ، تر سهار ويښ ناست وو ، کله چې چاپه ختمه سوه ، نو ملګري ټول مرکزي دوتر ته راغله ، موږ ټولو رزاق لالا ته وويل چې ته ولاړ سه آرام وکه ، .
رزاق لالا به ويل تر هغو نه ځم چې ټول ملګري را نه سي ، هر ملګری په نوم ورمعلوم وو، چي هر ملګری په دوتر ته راوختئ، رزاق لالا به ورته ويل چي زويه ! فلانی ملګری څه سو ، ولي وزنډېډئ….
د رزاق لالا د ميني مي اوښکي وڅڅېدې .. ځنې خلکو بايد دايمي ژوند درلودای. د رزاق لالا پښتني فکر ، لوړي پوهي ، سياسي سپېڅلي ژوند ، په پښتون قام کښې د پوهي او سياسي شعور خوی دود کړ، ملي يوالی ، ملي تشخص، ملي پرمختګ، په هنر ، او علم پسوللی قام ، د عبدالرزاق دوتاڼي د سياست مرکزيه وه ، نه ستړی سو ، نه مات سو ، نه پر شا سو ، سختري يې لکه غر پر ځان يوړلې، اخر هم لکه غر هسک او دروند په پښتون افغان تاريخ کې پاتې سو .
9م جنوري 1988 کې د زړه د درېدو ( هارټ اټيک) له کبله يې خپله غښتلې ساه ، او وياړلې شخصيت خپل ستر څښتن ته وسپارل او روح پرواز وکړ ، د ګلستان د عنایت کارېز د شهيدانو په هدیره کې چيري چې د شلمي پېړۍ د قامي خپلواکۍ اتل خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزی هم په ابدي خوب پروت دئ. خاورو ته وسپارل سو .
روح يې ښاد او ګور يې ګلورين
دايو شعر ورته ډالۍ دئ.
که وم ژوندی د ازادۍ د اتڼ برخه به يم
که چيري مړ ومه نو زېری مي تر ګوره راوړئ..
لیکوال: فضل اشنا
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.