The news is by your side.

لوګر کې پر ۲۵۰ مستحقو ښوونکو استوګنیزې نومرې ووېشل شوې

خبریال وېبپاڼه/ د لوګر د پوهنې ریاست وايي، د دې ولایت د مرکز اړوند د ښوونکو په ښارګوټي کې پر ۲۵۰ نورو مستحقو ښوونکو هم د استوګنې نومرې ووېشل شوې.

د یاد ریاست لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یادې نومرې، چې له ۵۰۱ څخه تر ۷۵۰ شمېرو پورې وې د ټاکل شوي کمېسیون له خوا په وړیا ډول پر ښوونکو ووېشل شوې.

خبرپاڼه زیاتوي، چې له دې مخکې هم په یاد ښارګوټي کې پر ۵۰۰ نورو مستحقو نارینه او ښځینه ښوونکو یوه- یوه نومره ځمکه وېشل شوې ده.

د لوګر د پوهنې رئیس سید عزیز احمد هاشمي ویلي چې ډېر ژر به په دې ښارګوټي کې پر پاتې نورو مستحقو ښوونکو هم یوه – یوه نومره ځمکه ووېشل شي.

په لوګر کې د ښوونکو ښارګوټی د پل علم شمال لوېدیځ ته د شېر وازې په سیمه کې دولتي پوهنتون ته څېرمه موقعیت لري، چې ۳۵۰ جریبه ځمکه ورته ځانګړې شوې ده.

د چارواکو په خبره، دغه ښارګوټی ۹۹۷ د استوګنې نومرې لري، چې یواځې په مرکز پل علم پورې اړوندو مستحقو ښوونکو ته په وړیا ډول ورکول کېږي.

مسوولین ډاډ ورکوي چې په دې ښارګوټي کې د ژوندانه لازمې اسانتیاوې لکه سړکونه، ښوونځي، کلینیکونه، جوماتونه، تجارتي ساحې او شنې سیمې په پام کې نیول شوي دي.

په داسې حال کې د لوګر ښوونکو ته د استوګنیزو نمرو د وېش خبر ورکول کېږي چې لا هم په ډېری ولایتونو کې ښوونکو ته د حکومت لخوا په منظور شویو ښارګوټو کې استوګنیزې نمرې نه دي وېشل شوې.

بل خوا د ولسي جرګې لخوا د ښوونکو، سرتېرو او مامورینو د معاشتو د لوړولو طرحې د ښوونکو هیلې زیاتې کړې دي چې معاشات به یې لوړ شي، خو حکومت تر اوسه په دې برخه کې کوم اقدام نه دی کړی او د معاشاتو د لوړېدو تصویب شوې پخوانۍ طرحه هماغسې په خپل ځای پاتې ده.

office 2019 home business kaufen

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.