The news is by your side.

ټرمپ استیضاح کیږي

وروسته له هغه چې د ټرمپ په ملاتړ لاریونونه وسول او لاریونوالو د امریکا د کانګرس پر ودانۍ باندي یرغل وکړ  کانګرس اوس  لاس په کارس سوی او ټرمپ استیضاح کوي  دوی ټرمپ په دې کې  ګرم  بللی.

ټرمپ په همدې باب یو ټویټ کې د امریکا پرکانګرس ماڼۍ باندې بریدونه غندلي او ویلي وو، چې بایډن ته به واک په قانوني ډول سره سپاري.

د کانګرس غرړو ویلي د استیضاح په تیاریو بوخت دي د دوی په خبره راتلونکې اونۍ به دغه پرېکړه د استازو په مجلس کې رایو ته وړاندې سي او تر تایید وروسته به د امریکا سنا ته ځي.

د کانګرس غړي وایي چې تر تائید وروسته باید بایډن ته د نوي حکومت چارې وسپارل سي او د استیضاح نوري چارې به د بایډن د کار تر پیل وروسته مخ ته وړل کیږي تراوسه پوري په دې اړه ټرمپ څه نه دي ویلي

۹ ورځې  وروسته ټرمپ له واکه لیري کیږي

د روانې جنوري میاشتي په ۲۰ نېټه به دټمرپ ولسمشریزه دوره په قانوني ډول سره پای ته ورسیږي او بایډن به د منتخب ولسمشر په توګه د ولسمشرۍ لوړه وکړي

ټرمپ تر دې وړاندې نه وو ویلي  چې واک به وسپاري هغه څو ځله ویلي وو، چې د ټاکنو پایلي نه مني او په دې ټاکنو کې درغلي سوې  هغه ګواښ کړی وو، چې په دې هکله به سترې محکمې ته شکایت وکړي.

ټرمپ موده وړاندې د امریکا ټاکنې  د افغانستان له ټاکنو سره پرتله کړې وې  او ویلي وو، چې د افغانستان ټاکنې د امریکا تر هغې ښې وې څه کم دوه میاشتي وړاندې امریکا کې ولسمشریزې ټاکنې ترسره سوې چې  له جمهوريت غوښتوونکو څخه ټرمپ او ډیموکراټانو څخه جو بایډن نوماندان ول چې په پایله کې یې بایډن د زیاتو رایو په ګټلو سره دامریکانوی منتخب ولسمشر سو.

office 2016 kaufen

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.