مدني، بیان ازادي او بشري فعالیتونه کمرنګه سوي

خبریال ویبپاڼه/ د افغانستان د بشرحقونو خپلواک کمیسون وايي چې په افغانستان کې  مدني فعالیتونه تر سخت فشار لاندې راوستل کیږچې په اړه يې خورا زیاتي اندېښنې لري

ددې کمیسون مشر شهرزاد اکبر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي مدني فعالیتونه په یوه شپه نه ختمیږي خو له  بده مرغه داسې فعالیتونه ترسره کیږي چې مدني فعالیتونه یې فشار لاندې راوستلي

د نوموړې په خبره ورو ورو په هېواد کې مدني فعالیتونه، رسنۍ، ټولنیز فعالیتونه، د بشري حقونو د پالنې فعالیتونه او د بیان ازادۍ فعالیتونه مخ په کمرنګه کېدو دي او که وضعیت همداسې دوام کوي نو په هېواد کې یاد موارد له خطر سره مخ کېږي.

د بشرحقونو کمیسون مشر هیله وښوده چې باید بشري حقونو ته درناوی وسي او په دې برخه کې دي زیات کار وسي.

په دې وروستیو کې هدفي وژنې  زیاتي سوې چې له مخې يې مدني فعالان ژورنالیستان او ټولنې مهم کسان ترور سوي او لاهم دا لړۍ دوام لري.

په وروستۍ پیښه کې  تیره ورځ د عامه ساتنې تصدۍ ویاند ضیا ودان په یوه بمي چاودنه کې په شهادت ورسید، له دې بریدونو راهیسې ګڼ شمېر ژورنالیستانو هېواد پریښود او ګڼو نورو دندې پرېښودلو ته نیت کړی.

د افغانستان د بشرحقونو کمیسون په داسې حال کې خپلې اندېښنې څرګندوي چې په ګڼو ولایتونو کې مدني فعالان او ژورنالیستان د خپل امنیت او مصؤنیت په هکله اندېښنې لري.

تراوسه پوري افغان دولت د هدفي وژنو د مخنیوي او نا امنیو د کابو لپاره نه دی توانیدلی چې  دا لړۍ و دروي او هغوی یوازي په غندنې اکتفا کړې.

د هدفي وژنو مدني فعالانو او ژورنالیستانو د وژنې مسؤلیت هیڅ یوه ډله نه مني یوازي همدا لړۍ روانه ده او ګونګ حالت دی چې خلک يې نور هم په اندېښنه کې اچولي دي

office 2013 kaufen

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

escort maltepe escort pendik escort mersin porno izle porno seks hikayeleri mersin escort bayan escort bodrum