هدفي وژنې؛ صالح وايي، طالبان غواړي خلک پر حکومت بې باوره کړي
خبریال وېبپاڼه/ د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح د هدفي وژنو پړه یو ل بیا پر وسله والو طالبانو وراچولې او ویلي یې دي چې طالبان غواړي له دې لارې خلک پر حکومت بې باوره کړي.
هغه زیاته کړې، چې طالبان که څه هم په کابل ښار او ولایتونو کې د هدفي وژنو مسوولیت نه اخلي، خو په خبره یې، دغه ډول بریدونه د طالبانو کار دی.
د امرالله صالح د دفتر مطبوعاتي مسوول رضوان مراد هم له رسنیو سره په خبرو کې وروستۍ هدفي وژنې د طالبانو کار بللی.
هغه ویلي، چې طالبان ددې لپاره چې له امریکا سره کړې هوکړه یې زیانمنه نه شي او تر څنګ یې پر حکومت هم د خلکو باور کم شي هدفي وژنو ته یې زور ورکړی دی.
په دې وروستیو کې په کابل ښار او یو شمېر نورو ولایتونو کې هدفي بریدونه زیات شوي دي.
طالبان بیا په دغه ډول بریدونو کې لاس لرل ردوي او مسوولیت یې نه مني.
دغه ډول ګونګ وضعیت خلکو ته ډول ډول پوښتنې پيدا کړې دي، چې که طالب یې کوي، ولې یې مسوولیت نه مني او که طالب یې نه کوي، عاملین یې ولې نه په ګوته کېږي.
تر اوسه حکومت نه دی توانېدلی چې د دغو بریدونو عاملین ونیسي، فقط وخت ناوخته یې د اعوامو د احساساتو د کنترول لپاره ځینې څرګندونې کړې دي.
د شنونکو په باور که طالب د هدفي وژنو له لارې پر حکومت د خلکو باور کموي، نو اوسنی حکومت کومه لاسته راوړنه لري چې ولس پرې باور وکړي، ځکه په وینا یې یوازې هدفي وژنې نه دي، بلکې په ډله ییزو، موټر بم او مخامخ جګړو کې هم د حکومت د کمزوری له امله زرګونه افغانان وژل شوي دي.
د نظر خاوندان د دې وضعیت د کنټرول چاره د غني او طالب پر مخ څپېړه ورکول او واک یو داسې چاته سپارل بولي چې د سولې او ولس د ارامۍ له لارې د حاکمیت درلودل یې هدف وي، نه د افغانانو په وینو د سیاست کولو له لارې.
Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.