The news is by your side.

تر هغه چې د طالبانو خبره منل او عملي کېږي اوربند دې وشي

خبريال وېبپاڼه/ په دوحه کې بين الافغاني خبرې روانې دي او د ټولو ستونزو سره سره ورته افغانان هيله مند دي چې بلاخره به دواړه طرفونه سره جوړ شي او افغانان به د سولې په چاپېريال کې خپل ژوند پيل کړي.

تراوسه داسې ښکاري چې طالبان بدون د حکومت د خبرې د يو طرفه کېدو څخه اوربند ته زړه نه ښه کوي، خو ان که د طالبانو خبره ومنل شي، د حکومت خبره يوه طرفه شي د قدرت انتقال پيل شي دا هرڅه بيا هم د مياشتو نيولې تر کال او ان کلونو وخت نیسي، نو په دې ټول جريان کې بيا هم د جګړې دوام بدون له دې چې د افغان ملت سره ددښمنۍ پيغام ولري بل هېڅ پیغام نلري.

د افغانانو ژوند ته دې ارزښت قايل شي
همدا اوس که طالبانو خبره ومنل شي د قدرت انتقال يو دريم اړخ ته پيل شي دا هرڅه يوه پروسه غواړي، دا خو د طالبانو کار نه دی چې انجینر ته به يې بدون له هېڅ وسائلو په بوجۍ پيسې راوړې او ورته ويل به یې جوړ کړه ورباندې سړک.

داسې خو هېڅ شی په مخ نه ځي، په اساسی قانون کې بدلونونه راوستل، د واک انتقال، يا د ټاکنو کول دا هرڅه وخت نيسي يوه پروسه غواړي په دې به پوهان بحثونه کوي او بلاخره د اوږده مزل وروسته به ورباندې يوې پايلې ته رسيده ګي کېږي.

نو په دې ټول جريان کې خو د طالبانو روانه جګړه بدون له ظلم څخه بل څه نه دي، لومړی بايد جګړه ودرول شي، نه يوازې چې د طالبانو په جګړه کې يا د حکومت له لوري په جګړه خلک، طالبان او حکومتي پوځيان خپل ژوند له لاسه ورکوي بلکې افغانستان اوس په يو حساس وخت کې دی، پردي او بیروني دښمنانان په اوس وخت کې د موجودې نا امنۍ څخه ترټولو زیاته ګټه ترلاسه کوي، په دې حساس وخت کې د جګړو زياتوالی د افغانستان ضعيف او قوي دښمن دواړو ته په افغانستان کې د مداخلې او پلانونه فرصت ورکوي چې دا بايد موژ هېڅکله ورنکړو.

تاريخ شاهد دی
دا يو حقيقت دی، دا يوه تجربه ده چې کله هم په افغانستان کې د جګړې اصلي مشروعیت پای ته رسېدلی بيا نو جګړې ته دوام ورکونکي د افغان ملت له لوري منفور اعلان شوی دي.

افغانان بې وسه دي، وېرېدلي دي خو هو ړاڼده او کاڼه نه دي، په دې باندې ښه پوهېږي چې وروسته له دې چې روسان له افغانستان څخه ووتل او يا اوس چې امريکايان له افغانستان څخه وزي جګړه څه مانا لري.

په دې باندې اوس د هر افغان سره خلاص دی چې د امريکايانو د وتلو څخه وروسته جګړه بدون له مستقيمې ورور وژنې بل هېڅ شی هم نه دي، او ددې ورور وژنې تر شاه صرف د قدرت حرص پروت دی.

حکومت خامخا اصلاح ته ضرورت لري
په دې باندې ټول افغانان پوهېږي او قناعت ورباندې لري چې اوسنئ حکومت ډېرې شديدې اصلاح ته اړتیا لري.

په اوسني حکومت کې موجود فساد، نا اهلي، بې پروايي او نه صداقت هغه څه دي چې څوک ورڅخه انکار نشي کولی، خو هېڅ وخت په هېڅ ځای کې جګړې حالت نه دی ښه کړی، جګړه به موجود ناوړه حالت او حکومت تر دې هم بدتر حالت ته یوسي.

له همدې کبله له دې څخه وروسته د سوله ييزې لارې د حکومت د اصلاح هڅه پکار ده، نه د ړنګولو او ورانولو، له دې وروسته بايد د پوره اسلامي نظام لپاره هم بايد د سولې له لارې کار واخیستل شي نه د جګړې له لارې.

windows 10 home kaufen

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.