لوګر کې دوه ته طالبان د خپل ماين ښکار شول

خبریال وېبپانه/ د لوګر امنیه قوماندانۍ وايي، چې د دې ولایت د محمداغې ولسوالۍ په زرغون ښار سیمه کې دوه تنه وسله وال طالبان د خپل ماین ښکار شول.

د یاد ولایت د امنیه قوماندانۍ لخوا رسنیو ته په لېږل شوې خبرپانه کې راغلي، چې پېښه نن سهار نهه بجې هغه مهال رامنځته شوه، چې طالبان د یو کړۍ ماین په جوړولو اخته ول.

د خبرپاڼې په حواله، وژل شويو طالبانو پلان درلود چې د بېګناه افغانانو د وینې تویولو له لارې خپل شوم هدف ته ورسېږي، چې دغه پلان یې شنډ شو.

تر دې وړاندې هم په ګڼو ولایتونو کې وسله وال طالبان د خپلو ماینونو ښکار شوي دي او لوی عامل یې له تنکیو ځوانانو، چې له نظامي تجهیزاتو او ماینونه سره نابلد دي، ناوړه استفاده بلل کېږي.

همدې ړندو ماینونو کله ملکي وګړي شهیدان کړي او کله بېرته ماین اېښودونکي او ماین جوړونکي پرې وژل شوي دي.

windows 10 enterprise kaufen

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. AcceptRead More