The news is by your side.

دا اووه کسان مو له ژونده وباسئ

دا اووه کسان مو له ژونده وباسئ!

په ټولنيز ژوند کې مونږ له ډېرو خلکو سره راکړه ورکړه لرو، چې په دوى چې درې ډله خلک دي:هغوى چې زمونږ خواخوږي دي او مونږ سره مينه لري. هغه کسان چې که ښه يې مونږ ته نه رسېږي، نو بد يې هم نه رارسېږي.هغه ډله خلک چې مونږ ته تل ستونزې جوړوي.تل مونږ تر ذهني فشار لاندې راوړي،او په پاى کې زمونږ مثبته انرژي رانه اخلي،مونږ په دې ليکنه کې دا خلک په لاندې ډول ښودلي دي:

۱ـ هغوى چې د خپل مطلب لپاره درسره دي:

که چېرې پوه شوئ، چې يو کس د خپلې موخې او مقصد لپاره درسره دى،تېښته ترې وکړئ،ځکه د دوى خواخوږى،مينه او ملګرتيا درسره تر هغه ده،چې خپلې موخې ته ورسېږي.له هغه وروسته ملګرتيا،مينه خواخوږى نشته.

۲ـ بخيل خلک:

بخيل خلک تاسې سره ځکه دي، چې نه غواړي خپلې موخې ته ورسېږئ، تل مو له ښې لارې راګرځوي.د اسلام مبارک دين هم بخل بد او ناوړه څيز ګڼلئ.او په خپلو پيروانو يې غږ کړى، چې له دې ناوړه او پليد څيز څخه لاس واخلي.مونږ ته پکار ده،چې د خپلو ملګرو او هغه کسانو په ټاکنه کې ډېر پام وکړو ، چې تل له مونږ سره ناسته پاسته لري.

۳ـ د تاسې خبرې وړونکي کسان، خبر رسونکي کسان هغه منافقين دي،چې د ټولني وکړو په پاشلو او جنګ اچولو کې مهم رول لري.دې موضوع ته تل پام کوئ،هغه کس چې تاته ستا د ملګرې رازونه او خبرې راوړي،نو سل په سلو کې ستاسو خبرې او رازونه هم نورو ته وړي.د منافق په قسم هېڅ کله باور مه کوئ،او له داسې خلکو څخه لرې ګرځېدل، خپل فکري ارامښت ترلاسه کول دي.

۴- هغوى چې څومره ښه ورسره وکړئ په قدر مو نه پوهېږي:

قدر ناشناسه کسانو سره که د نړۍ هر ښه وکړئ، له تاسو به قانع نشي.تل به داسې څه پسې ګرځي.چې ستاسو عيب راوباسي.که سل ښه ورسره وکړئ،خو يو هغه ښه مو چې ورسره نه دي کړي، يادوي به يې.

۵ـ هغه کسان چې تل درسره جنجال درسره کوي:

جګړه او جنجال د انسان په ذهن ډېره بده اغېزه کوي.او ستاسو صبر او حوصله درنه اخلي.هغه کسان چې تاسو سره په واړه مسايلو جګړه او جنجال کوي، تاسې که څومره صبر او حوصله ولرئ،اخر به پاى ته ورسېږي او تاسې کې به نور د خبرو کولو او اورېدو زغم نه وي پاتې.

۶ـ هغوى چې تاسې ته سټريس جوړوي:

سټريس يا ذهني فشار د انسان ژوند لپاره له خطرناکو ناروغيو څخه دى، چې په نړۍ کې له ډېرو کسان له بشپړ ارامښت او د ژوند خوند اخيستى.خپل ژوند ته پام وکړئ.له هغو خلکو سره راکړه وکړه نور مه کوئ، چې تاسو ته سټريس جوړوي.

۷ـ هغوى چې نه يې خوښېږئ:

هغه چې تاسې يې نه خوښېږئ،تاسې ورته د سترګو ازغى ياست،که هر څومره ورته خواري وکړئ،او د زړه لاسته راوړلو کوښښ يې وکړئ، هېڅ ګټه به ونه کړي.په دې ټاکل شوي ژوند کې د هغو خلکو په قدر پوه شئ،چې تاسو ته سترګې په لار ناست دي،د خپل ژوند ارزښناکو شېبو لپاره هغوى وټاکئ چې تاسو ته ارزښت درکوي.

لیکنه: مریم صدیقي

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.