The news is by your side.

سبا ته خوست کې د ضيا ودان د شهادت په غبرګون کې لاریون کېږي

خبريال وېبپاڼه/ خوست، هغه ولايت دی چې تل يې د پښتنو درد پخپله سینه کې ډېر نه دی حيصار کړی او دا درد یې را بهر کړی او بيان کړی یې دی، تېره ورځ چې په هېواد مين ځوان ضيا ودان شهيد شو نو اوس په خوست کې ددې ولايت خلکو د هغه د ظالمانه شهادت د غندنې په پار د يوې لويې غونډې او لاریون خبر ورکړی دی.

د ضيا ودان شهادت
ضيا ودان په داسې حال کې په شهادت ورسېد چې په هېواد کې روان وضعيت یې د منلو نه باله، ددې روان ناوړه وضعيت مسؤلین یې په منطق او ژبه ننګول او ددوی مشروعيت یې تر پوښتنې لاندې راووست.

حکومتي چارواکو تراوسه د هغه د قاتل په هکله کومه خاص څه نه دي ويلي او د تل په شان یې پړه په طالبانو اچولې، طالبان یې ددې هېواد دښمنانان بلي او د عمل په جامه کې یې کوم څه نه دي ترسره کړي.

خوستوال به د ولايت دروازه وتړي
دغه لاريون چې خوستوالو یې سبا سه شنبې د ترسره کولو اعلان کړی دی په دې موخه ترسره کېږي چې د ضيا ودان قاتلين ولټول شي او د خپلو اعمالو په سزا ورسېږي.

ددې لاريون په ترځ کې به سبا پښتانه لاريون وال د ولايت د مقام دروازه هم په اعتراضي ډول وتړي، د ضيا ودان د شهادت دوسيه بايد هغه ډول نشي چې څو ورځې وروسته هرڅه هېر شي او نه څوک دده قاتلين ولټوي او نه یې د وارثینو څوک غږ واوري.

مرکزي حکومت بايد متوجه شي
خلک د هغه مدني فعالانو چې ددوی د مرګونو د بندولو غوښتنه کوي، ددوی د ژوند لپاره خپل ژوند په خطر کې اچوي، ددوی د وژنې لپاره د مشروعیت لټونکو مشروعیت ننګوي، ساتنه غواړي.

دا د مرکزي حکومت مسولیت دی چې دداسې اشخاصو په ساتنه کې تر بل هرچا زياته پاملرنه وکړي نه دا چې د شهادت څخه شل دقيقې وروسته یې د موټر اوسپنې په کباړ کې خرڅې کړي.

د لاریون وخت سهار نهه بجې
دا لاریون به سبا د خوست ولايت په مرکز کې په ۹ بجو ترسره شي، په دې لاریون کې به ملت پال او وطن پال ګڼ شمېر پښتانه ګډون وکړي او هڅه به وشي د مسولینو ويده وجدانونه راويښ کړي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.