The news is by your side.

په بدن د کمپيوټر او موبايل بدې اغيزي!

خبريال وېب پاڼه: کمپيوټر او موبايل چې په اوس وخت کې ډير استعمالوونکي لري او د ژوندانه يو ضروري اړتيا ګرځيدلي د موبايل او کمپيوټر په وسيله د انسانانو ډير کارونه په کم وخت او چټکۍ سره ترسره کيږي او ددې ترڅنګ انټرنيټ هم زيات استعمالوونکي لري.

موږ د کمپيوټر، موبايل، په وسيله ډير کارونه ترسره کوو لکه د ټولنيزو شبکو استعمال، د معلوماتو ترلاسه کول، د انلاين توکو رانيول، د مطالعي برخه، دفتري کارونه، د فليمونو او موسيقۍ ليدل او اوريدل تفريحي او انټرنيټي لوبي او نور.

کمپيوټر او موبايل د ګټو ترڅنګ زيانونه هم لري چې په لاندي ډول دي.

* د سټ او ملا درد: د کمپيوټر او موبايل زيات استعمال مو شايد د ملا او سټ درد لامل وګرځي کله چې موږ د موبايل يا کمپيوټر پاڼي ته ګورو نو دومره پکې ډوب لاړ شو چې سټ مو کوږ نيولی وي او کله چې سهار له خوبه وېښ شو نو سټ او د ملا په درد اخته لامل يې همدا وي هر وخت د موبايل او کمپيوټر د۲۰ دقيقو استعمال وروسته مو يو ځل بايد بدن ته ټکان ورکړل شي ترڅو د سټ او ملا درد څخه خلاصون ومومئ.

* چاغوالی: ځيني وخت د کمپيوټر او موبايل زيات استعمال د چاغوالي لامل هم کيږي هغه دا چې ډير کسان د ددي دواړو د استعمال په وخت کې د خوارک وروسته ان څو ساعتونو لپاره په دوامداره توګه په يوځای کې ناست وي او خپل ځای ته تغير نه ورکوي چې همدا د چاغوالي لامل کيږي.

* د سترګو درد او د سترګو د دېد کموالی: د موبايل او کمپيوټر ډير استمعال د سترګو د درد لامل کيږي چې د کمپيوټر او موبايل رڼا په سترګو بده اغيز کوي او شايد د نه ليدو ستونزو سره مو مخ کړي.

* شايد په سرطان اخته شئ: ځکه د کمپيوټر او موبايل شعاګاني دومره تيزي وي چې شايد د ډير استعمال له وجهی يې د پوستکي په سرطان اخته شئ.

* د ذهن کمزورتيا او عصبي مشکلات: د موبايل او کمپيوټر يو له بدترينو اغيزو څخه يو هم دادی چې موبايل او کمپيوټر مو په عصبي ناروغيو اخته کوي.

ددي ترڅنګ کمپيوټر او موبايل د بي اشتهايي، بي خوبي، د هډوکو کمزورتيا، د پوستکي خرابوالی او د نورو د ناروغيو سبب هم ګرځي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.