The news is by your side.

د افغان کریکټ بورډ ختمه بودیجه او ۱۹۸ مامورین / میرویس افغان

د افغانستان کریکټ بورډ چې د کریکټ د نړيوالې شورا (آی سي سي) غړیتوب یې نېژدې (۱۵) میاشتې ‌وړاندې یعنې په ٢٢ جون ٢٠١٧ کال ترلاسه کړ، اوس تر بل هروخت له سختو ننګونو سره مخامخ دی.

د کریکټ بورډ په اکاونټ کې پیسې ختمې شوي، او په داسې حال کې یې چيرمئین بدل شو، چې په دغه ملي‌اداره کې د نړۍ د بل هر هیواد د کریکټ بورډ په انډول زیات کسان په دندو ګومارل شوي دي.

د کریکټ د نړيوالې شورا د (۱۲) دایمي غړو هیوادونو له جملې نه تر ټولو ډېر کسان د افغانستان په کریکټ بورډ کې په دندو بوخت دي، چې (۱۹۸) ته یې شمېر رسېږي، البته په دغو (۱۹۸) کسانو کې لوبغاړي نه دي شامل.

تر افغانستان راوروسته بیا پر دوهمه شمېره د هندوستان کریکټ بورډ دی چې (۱۲۲) کسان دندې ورکي لري.

د (بي سي سي آی) Board of Control for Cricket in India په دغو (۱۲۲) کارکوونکو کې تر ټولو ډېره برخه د بودیجې د کنټرول او همداراز میډیا یا رسنیو ته ځانګړې شوې ده.

هلته د کریکټ بورډ له کوچ نه نیولې بیا تر موټر چلونکي پورې ټول کسان د وړتیا پر بنیاد اخیستل شوي دي، او د هند ملي لوبډلې سږکال په (۷) ځل د اسیاجام نړيواله سیالي وګټله.

د کریکټ په ډګر کې هند د نړۍ له هغو لوبډلو نه ده چې د نړۍ د هرې ځواکمنې لوبډلې سترګې ورڅخه سوځي.

که څه هم په افغانستان کې کریکټ په لږ وخت کې ډېره زیاته وده کړې ده، البته په دغه وده کې تر ډېره بریده د افغان لوبغاړو هڅې، لوبيېاو له کریکټ سره بې دریغه مینه تر ټولو لویه ونډه ده.

د افغانستان کریکټ بورډ چې تراوسه یې چارې په سیاسي، سفارشي او د خپلویو پر بنسټ پر مخ وړل شوي دي، ځینې لويې تېروتنې کړي چې یوه له هغو نه یې د بېدرېغه کارکوونکو په دندو ګومارنه ده.

د افغانستان غوندې هیواد چې د ټولې ‌بودیجې لوی بار یې پر نړيوالو مرستو ولاړ دی، په کار دي چې د کریکټ په څېر ادارې یې د ګټې وټې په ادارو بدلې شي، خو بدبختانه داسې نه دي شوي او لا هم د هیواد دا ملي‌اداره په خساره یا تاوان کې روانه ده.

دم ګړی د  افغانستان د کریکټ نړيواله اداره د خپلو کارکوونکو معاشونه نه لري، او تر ډېره ځینو لوبغاړو ته هم معاشونه پر وخت نه دي ورکول شوي.

د کریکټ د ادارې چيرمئین په داسې وخت کې بدل کړل شو چې د کریکټ نړيواله اداره شاوخوا درې میلیونه ډالر (۳۰۰۰۰۰۰) پوروړې ده.

د افغانستان د کریکټ بورډ نوي مشر عزیزالله فضلي ته د ښاغلي مشعل له لوري دا هر څه په میراث ورپاتې دي چې په راتلونکو کې ښايي د ښاغلي فضلي لپاره لوی سرخوږی شي.

عزیز الله فضلي په داسي‌ حال کې د کریکټ د ملي‌ادارې د مشرتوب پېټی په غاړه واخیست چې له یوه لوري د بودیجې نه شتون او له بله لوري د افغان غوره لیګ سیالۍ رواني دي.

د سیالیو په پیل کې پر ښاغلي فضلي تورونه پوري شول چې د سیالیو پیل یې خوندور نه و، خو ښایي نیوکه کوونکي په دې نه و خبر چې دا هر څه له وړاندې جوړ و او ښاغلي فضلي ته ورپاتې شول.

یوه بله ستونزه چې د افغانستان په کریکټ کې په نړيواله کچه پر دوهمه شمېره بلله کېږي د کریکټ په ملي اداره کې سیاست کول دي.

د کریکټ د نړيوالې شورا په (۱۲) دایمي غړو هیوادونو کې تر ټولو ډېر سیاست په پاکستان کې کېږي، خو له بده مرغه د پاکستاني کریکټ رنګ افغانستان ادارې هم اخیستی دی.

د کریکټ نوي ‌چيرمئېن عزیزالله فضلي درې عمده ننګونې په وړاندې لري چې په لاندې برخو یې وېشو:

لومړۍ ننګونه:

د افغانستان کریکټ بورډ ته باید بودیجه پیدا کړي او دا ملي‌اداره له پوره خلاصه کړي.

که چېرته ښاغلی فضلي او د هغه ټیم په زغرده د کریکټ ملي‌ادارې ته بودیجه پیدا نکړي، ښايي د هیواد دا اداره د پیسو د نیستي له کبله وشوړیږي او له موجوده حالته هم بدتره شي.

د کریکټ بورډ‌مشرتابه ته په کار دي چې د بودیجې ډېره برخه د لوبغاړو د ظرفیت پر لوړوالي ولګوي. په بیلا بیلو برخو کې ښوونکي وګوماري او لوبغاړي‌ په دې اړ کړي چې همېشه خپل پريکټیس ته دوام ورکړي.

د لوبغاړو سره بهرته د سیلانیانو پر ځای د خوراک تنظیمونکي ډاکتر واستوي او پرېنږدي چې لوبغاړي سهار او ماښام په رستورانونو کې غیري صحي‌خوراک وکړي.

همداراز لوبغاړو ته روزلي پیزوتراپیسټان پیدا او په دندو وګوماري چې د هغې د وجود فعالیت ته ژوره پاملرنه وکړي.

دوهمه ننګونه:

د افغانستان د کریکټ په نړيواله اداره کې سمون راولي او اضافي کسان هر څومره ژر چې کېدای شي وباسي.

د کسانو د ایستلو په صورت کې به د کریکټ بورډ نوی چيرمئین، ښاغلی فضلي له سختو نیوکو سره لاس او ګریوان شي‌، خو د دې کار د کولو لپاره په کار دي چې د کریکټ بورډ مشرتابه د افغانستان ولسمشر په اعتماد کې واخلي او د کریکټ له ریښتوني حالت نه یې خبر کړي، څو د نیوکو پر مهال د ولسمشر ملاتړ ورسره وي.

همداراز ښاغلي ‌فضلي ‌ته په کار دي چې د خپل دې اقدام د ملاتړ په موخه د هیواد د مهمو رسنیو چلونکي او مشرتابه هم په اعتماد کې واخلي چې د دې لوی ګام پر مهال یې مرسته او ملاتړ وکړي، ځکه کریکټ د ټولو افغانانو شریکه لوبه او همېشه د هیواد والو د خوښي‌ سبب ګرځېدلې ده.

د کریکټ بورډ مشر دې د ملي ټیم ټول لوبغاړي‌ دې ته جوړ کړي چې د کریکټ د ملي والي لپاره د ورته اقدام په صورت کې د خواله رسنیو په مټ د خپل مشرتابه ملاتړ وکړي.

دریمه ننګونه:

د افغانستان د کریکټ د ملي ادارې نه باید د سیاست لمنه ټوله کړي.

د افغانستان د کریکټ بورډ په ملي اداره کې درې ډوله سیاست شتون لري.

لومړنی ډول:

لومړنی سیاست دا دی چې اکثره لوبغاړي د وړتیا پر بنسټ نه بلکې د شخصي ‌ملګرتیا، کورنيو اړیکو او سپارښتنو پر بنسټ لوبول کېږي‌. په کار دي د دې کار چټک مخ نیوی وشي‌.

دوهم ډول:

د لوبغاړو په انتخاب کې همېشه اړیکې ‌پر وړتیا پیاوړې شوي دي، د کریکټ بورډ ‌نوي مشر ته په کار دي چې د انتخاب د کمېټې د پخواني مشر وړتیا ته په کتو سره هر څومره ژر چې کېدلای شي نوموړی له خپلې دندې لیري ‌کړي او پر ځای یې داسي کس وګوماري چې د وړتیا پر بنیاد لوبغاړي وټاکي‌.

دریم ډول:

د لویو او مشهوره لوبو پر مهال له لوبغاړو سره ناوړه سیاست کېږي، داسې سیاست چې لوبغاړي په اسانۍ نه ورباندې پوهېږي، خو خپل کریکټر او پر خپله وړتیا سوالونه زېږوي.

د بیلګې په توګه د لوبغاړو منیجر اکثره د مهمو لوبو پر مهال چې غواړي ځینې لوبغاړي ښه لوبه ونه کړي، نه مجبوره کوي چې پر وخت ویده شي، سم خواړه وخوري او د مقابلې لوبډلې د لوبغاړو د لوبو ویډیو ګانې وګوري.

د ملي ټیم اکثره لوبغاړي وايي چې د ملي‌ټیم منیجر ښاغلی «همکارصیب» په عوض د دې چې د شپې له مخي لوبغاړي کنټرول کړي، تر نیمو شپو پخپله ورک وي.

نوموړی کله هم اکثره لوبغاړي په دې نه مجبوروي چې خپل کورنی کار په بشپړه توګه وکړي، البته د خپلې خوښې له لوبغاړو تلیفونونه هم اخلي او مجبوروي یې چې کورنی کار په ښه ډول وکړي.

هغه په لوبغاړو کې د مور او میرې چلند کوي، او تر ډېره بریده د ګڼو لوبغاړو په دوه او آن تر دې چې د ځینو په دریو تلیفونونو هم خبر وي چې هغوی یې له ځان سره ساتي.

که چېرته ښاغلی فضلي غواړي چې ملي لوبډله له داخلي سیاست نه وژغوري نو ښاغلی همکار صیب باید ژر ترژره له دندې لیري کړي.

ځکه د نوموړي پر شخصیت نور تورونه هم پورې شوي دي چې یادونه یې ضروري نه ده او د افغانستان د کریکټ د ملي ‌لوبډلې د منیجمنټ لپاره وړ کس ښايي نه وي.

که چېرته د افغانستان کریکټ بورډ غواړي چې د هند د لوبډلې مقابله وکړي، نو د خپلې لوبډلې لپاره دې هم د (ګرو سکسینا) په څېر منیجر ولټوي. Gaurav Saxena په هند غوندې ډیموکراټه ټولنه کې رالوی شوی خو د ښه کریکټر او منیجمنټ نوم یې د هند د عصري تاریخ برخه ده.

د نړۍ د وتلو لوبډلو مقابله د ډېرو مامورینو په ګومارلو نه بلکې د وړ خو کمو مامورینو په استخدام پورې ‌تړلې ده.