The news is by your side.

نیویارک ټایمز د حکومت منفي مطبوعاتي تګلاره بر بنډه کړه

خبريال وېبپاڼه/ په افغانستان کې د مالوماتو په هکله د حکومت او طالبانو تګلارو دواړو بدلون کړی دی، افغان حکومت هڅه کوي چې د مالوماتو کنټرول په لاس کې واخلي، د افغان حکومت له لوري د مالوماتو د خپراوي په وړاندې خنډونه رامنځته کول بيا هغه څه دي چې پخپله طالبانو ته د پروپاګند سامان جوړېږي.

احمد جواد هجري وروسته له هغه درۍ ورځې د حکومت په زندان کې تېرې کړې کله یې چې په تخار ولایت کې د افغان هوايي ځواکونو د يوې حملې په هکله د ملکي وګړو د وژنې خبرې تاييد کړ.

احمد جواد د تخار ولايت د والي وياند و چې په روغتون کې یې د هغه ماشومانو، ښځو او نورو نارینه عامو افغانانو د ټپيانو د حالت له ليدو وروسته رسنيو ته دا ومنله چې د افغان هوايي ځواکونو په حمله کې ملکي خلک وژل شوي دي.

له دې وروسته احمد جواد د دريو ورځو لپاره د حکومت له لوري په زندان کې واچول شو، له دندې څخه وشړل شو او دا پیښه سبب شوه د اشرف غني تر واک لاندې مرکزي حکومت په ټول هېواد کې د واليانو د وياندويانو څخه واک واخلي او ددوی پوستونه لغوه کړي.

که څوک خلاف خبره وکړي محکومېږي

په تخار ولایت کې د رامنځته شوې پېښې په هکله د افغان حکومت غبرګون او پکار و، حکومت په‌دې بريد کې د طالبانو د وژنې يادونه وکړه، او که چا هم ددې خلاف خبره کړې وی نو محکوم کېده به.

د تخار له پېښې وروسته ولسمشر غني امر وکړ چې نور دې د واليانو وياندويان د رسنیو سره خبرې نکوي او هغوی ته دې مالومات نه ورکوي.

د اشرف غني د حکومت له لوري دا پرېکړې په داسې حال کې کېدې چې طالبانو هره ورځ په نړيواله کچه مشروعیت ترلاسه کاوه.

خو اوس هرڅه بدل شوي دي، د جګړې په لومړيو کلونو کې افغان حکومت او نړيوالو متحدينو یې هڅه کوله ترڅو د ځینې تبليغاتو په پايله کې د افغانانو ذهن او زړه لاسته راوړي خو اوس دا تګلاره بدله شوې ده.

د ډيموکراټيکو ارزښتونو لرې والی

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو شمېر ورځ تر بلې کمېږي د اشرف غني حکومت د پوځیانو د روحيې د لاسه ورکولو، د طالبانو د زياتېدونکو بریدونو او د هدفي وژنو په طوفان کې د ورکېدو په حال کې دی.

د ولسمشر غني پرېکړو د واليانو په وياندويانو او يا نورو هغه کسانو کې چې خلکو ته رسنیو ته یې مالومات خپرول يوه وېره رامنځته کړه، ډېری دا ډول کسانو دا وېره درلوده چې هسې نه خپله دنده له لاسه ورکړي.

دې حالاتو طالبانو ته نور هم لاره هواره کړه، طالبانو اوس ددې شرايطو د رامنځته کېدو سره راحت ویلی شوی چې دوی د اوسنیو چارواکو څخه هېواد ښه اداره کولي شي.

حکومت اوس خپلې غلطۍ نه مني

د اسیا د بشري حقونو د څار د ډلې مرستيال ګوسمن وايي چې د افغانستان حکومت اوس د هر ډول نیوکې څخه سخت وېرېږي، دوی د هېڅ ډول غلطۍ د منلو او يا هم د حساب ورکولو سره علاقه نلري، له همدې ورځ تر بلې خپل ځانته زيات زيان رسوي.

د جګړې په لومړيو کې د‌ افغانستان حکومت او نړيوالو ځواکونو د ملکي تلفاتو د رامنځته کېدو په وخت سکوت اختياروو، ډېر وخت بيا د تحقیقاتو وعده کوله، که څه هم ددې تحقیقاتو پایلې به ډېرې نادرې اعلانېدې خو په ټوله کې دوی خپله غلطي منله او خلکو ته یې اجازه ورکوله چې په دې هکله خبرې وکړي.

د ملکي وګړو ژوبله د طالبانو لپاره ښه پروپاګند جوړوي
طالبانو د افغان حکومت او يا امريکايي ځواکونو له لوري د ملکي تلفاتو رامنځته کول په ډېر ماهرانه ډول ددوی په خلاف وکارول، طالبانو ددې پېښو سره خلکو ته وويل چې حکومت او نړيوال په مستقيم ډول غواړي دا خلک له منځه يوسي.

د افغان ځواکونو څخه د امريکايي ځواکونو د ملاتړ کموالی او بيا د ملکي وژنو په پېښو کې د افغان هوايي ښکېلتیا ددې سبب شوه چې طالبان د حکومت په وړاندې يو طوفاني پروپاګند جوړ کړي.

په داسې حال کې چې د طالبانو وياند په ټويټر کې د افغان او امريکايي ځواکونو له لوري د ملکي تلفاتو انځورونه خپروي او دا جنګي جنايات بولي افغان حکومت لا هم هڅه کوي د والیانو وياندويان خاموش کړي او مالومات د خلکو او رسنیو سره شريک نکړي.

واليان او وياندويان

اوس خبريالان د واليانو څخه ډېر په سختۍ خبر او مالومات ترلاسه کوي، ځکه ولسمشر غني د واليانو وياندويان خاموش کړل، يو وياند د نوم نه ښودلو په شرط وويل چې خبريالان په ساعتونو او ورځو په تمه وي چې د واليانو څخه مالومات ترلاسه کړي.

د غني حکومت یې رد کوي

د ولسمشر غني حکومت بيا د مالوماتو سانسور او کنټرول رد کوي، د ولسمشر غني وياند صديق صديقي وويل چې د مرکزي او ځايي سرچينو ترمنځ د همغږۍ د نشتون له کبله دوی د والیانو د وياندويانو کار لغوه کړ.

طالبان یې د حقيقت بیان بولي

طالبان بيا د مالوماتو او رسنيو په هکله خپله تګلاره د حقيقت بيانول بولي، د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي ددوی موخه او تګلاره داده چې خلک په حقيقت باندې خبر او پوه شي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.