The news is by your side.

د امریکا کانګرېس له افغانستانه د سرتېرو ایستل غیرقانوني بولي

خبریال وېبپاڼه/ د امریکا کانګریس وايي، چې دفاع وزارت یې د قانون خلاف له افغانستانه د امریکايي سرتېرو ایستلو ته ادامه ورکړې ده او په دې برخه کې باید غیر مسوولانه چلند ونه شي.

امریکايي رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون ویلي چې له افغانستان یې د سرتېرو ایستلو ته ادامه ورکړې ده او په دې برخه کې به پر خپلو ژمنو عمل کوي.

  دا مسئله د کانګریس د غړو له غبرګون سره مخ شوې ده او دغه عمل یې د ګانګریس د قانون خلاف بللی دی.

د کانګریس غړي وایي چې د وروستي تصویب شوي قانون له مخې پنټاګون تر هغه مهاله د ټولو سرتېرو د ایستلو یا ډېر کمولو ته ادامه نه شي ورکولی، تر څو یې چې کانګریس ته د افغانستان د وضعیت په اړه راپور نه وي ورکړی.

 د امریکا په کانګریس کې ځینو سرچینو د نامه نه ښودو په شرط رسنیو ته ویلي، دا هر څه په دې مانا دي چې ټرمپ او حکومت یې ګانګریس او قوانینو ته درناوی نه لري او باید له سخت غبرګون سره مخ شي.

تر اوسه د افغانستان له یوولسو ولایتونو امریکايي ځواکونه وتلي او اډې یې د افغان ځواکونو په اختیار کې ورکړې دي.

د امریکايي ځواکونو ایستلو په کور دننه هم پراخ غبرګونونه درلودل او یو شمېر سیاسیونو اندېښنه ښودلې وه چې بیا افغانستان د ترهګرو په ځاله بدل نه شي.

دلته بیا د جګړې ډګر تر بل هر وخت ګرم شوی او هره ورځ لسګونه افغانانو ته مرګ ژوبله اوړي او د سولې ډرامې سرنوشت هم معلوم نه دی.

قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د دوهم پړاو خبرو په اوله ناسته کې د طالبانو اصلي مشرانو حاضر نه و او یوازې نمایشي ناسته ترسره شوې وه.

شنونکي په دې باور دي چې د موقت حکومت اوازې په بیا خپرېدو افغان حکومت هم د سولې په برخه کې خپلې هڅې سستې کړې دي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.