The news is by your side.

امنیتي ځواکونو ارزګان کې ۳۲ طالبان جنګیالي وژلي

خبریال وېبپاڼه/ ملي دفاع وزارت وايي، امنيتي او دفاعي ځواکونو په ارزګان کې د وسله والو طالبانو پر ضد چاڼیز عملیات کړي او پر مهال یې د دغې ډلې ۴۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکي، چې دغه عملیات د ارزګان د مرکز ترينکوټ او د ګيزاب ولسوالي په اړوندو سيمو کې د وسله ‌والو طالبانو پر پټنځايونو ترسره شوي دي.
د خبرپاڼې په حواله د يادو عملياتو په نتيجه کې ۳۲ طالب جنګيالي وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان شوي دي.
د سرچینې په خبره، په دې عملياتو کې د وسله والو طالبانو زیات شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
خو طالبانو بیا له خپله اړخه په جګړه کې د پرمختګ خبره کوي او ویلي یې دي چې د ارزګان په مرکز او شاوخوا سیمو کې یې د جګړې پر مهال پرمختګ کړی دی.
د ارزګان د دهراوود ولسوالۍ وروسته د دې ولایت په مرکز او ګیزاب ولسوالیو د وسله والو طالبانو ډله ییزې حملې پیل شوې دي چې هره ورځ پکې د ښکېلو اړخونو لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.
د سولې خبرو سره ـ سره طالبانو خپلو ډله ییزو او هدفي وژنو ته په شدت دوام ورکړی دی.
طالبان ولې پرمختګ کوي؟
د جګړې په ډګر کې د وسله والو طالبانو پرمختګ په دې معنا نه ده چې دغه ډله زوروره ده او یا زیات جنګیالي لري، بلکې د امنیتي ځواکونو په صفوفو کې یو شمېر ستونزو طالب پر افغان ځواکونو یو شمېر سیمو کې غالب کړي دي.
کمزوری مدیریت او نه همغږي
په ارزګان کې د ځايي امنیتي ځواکونو کمزوری مدیریت او د دې ځواکونو ترمنځ نه همغږۍ د دې لامل شوې چې طالبان یو شمېر سیمې چې یو ځل کمانډو ځواکونو په ارزګان کې له طالبانو نیولې وې، بېرته ونیسي.
خیالي سرتېري
خیالي سرتېري دمګړۍ په ټول هېواد کې د امنیتي ځواکونو په صفونو کې د یوې جدي ستونزې په توګه مطرح شوي دي او همدا ده چې د زرګونه سرتېرو په نوم معاشونه اخیستل کېږي، مګر د په ولسوالیو او لیري پرتو سیمو کې د اصلي تشکیل نیمايي برخه سرتېري هم څوک نه شي حاضرولای او له امله یې وخت ناوخته طالبان د دولت ساحو کې خپل کنټرول زیاتوي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.