The news is by your side.

پاکستان ته به د افغانانو دښمني په ډېر لوړ قیمت تمامه شي

لیکوال: هادي مخلص
خبریال وېبپاڼه/ له تېرو څلور لسیزو راهیسې پاکستان موږ افغانانو ته په خوږو او خوړو کې زهر راکوي، په پاکستان کې مېشتو افغانانو په ځانګړي ډول پښتنو ته خو یې په دې وروستیو کې د سر په کاسه کې اوبه ورکړې دي.
له یوې خوا مو د طالب په لاس د جهاد په نوم د پیل شوې جګړې په اور کې سوځوي او له بلې خوا پاکستانی پوځ د افغانانو لپاره د مرګ دسیسو په جوړولو کې دومره بوخت دی، چې حتی له خپلو کورنیو چارو له موږ سره د دښمني پاللو ته ډېر لېوال دی.
دغه وضعیت موږ دومره ګنګس کړي یوو چې دغه حالت نه شو درک کولای او یا یې دومره وېرولي یوو چې له وېرې خپل د اعتراض غږ نه شو پورته کولی، ځکه خو پر افغانانو د پاکستان ظلمونه ورځ تر بلې په ډاګه کېږي او خپله دښمني یې ډانګ پیلې کړې ده.
د پاکستاني حکومت له دومره ظلمونو سره ـ سره بیا هم چا دا جرئت ونه شو کړای چې پاکستان ته ووایي چې ولې یې د افغانستان پر وړاندې دغسې له بدۍ، بدبینۍ او دښمنۍ ډک دریځ اختیار کړی او هره ورځ د افغانستان د بربادۍ او د افغان ولس د بدمرغه کولو دسیسې جوړوي.
خو پښتون ژغورنې غورځنګ د افغانستان او په ځانګړي ډول پښتنو پر وړاندې د پاکستان دریځ په ښکاره توګه تعریف کړ او په زغرده یې وویل چې پاکستان له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې د پښتو په وینو سیاست کولو ته ملا تړلې ده او په ډېره بې رحمۍ یې خپله نا اعلان شوې جګړه دوامداره ساتلې ده.
پښتون ژغورنې غورځنګ پاکستان ته ور یاده کړه چې که د پښتنو له ځورونو او وژنو لاس وانخلي، نو پر ضد به یې په نړۍواله کچه لاریونونه او اعتراضونه دوام ولري، ځکه پر افغان خاور د بدبختۍ لوی عامل پاکستان دی، چې دلته یې د جهاد په نوم د طالب په لاس د افغان وژنې پروژه روانه کړې او پوځ یې د افغانانو لپاره د دسیسو په جوړولو اخته دی.
بل خوا د پاکستان او افغانستان نېک مناسبات او د غیرمسوولانه مداخلو مخنیوی د سیمې د ثبات او په خپله د پاکستان لپاره زیات ګټور دي، ځکه چې پاکستان دا مهال د طبیعي زېرمو له نشت سره مخ دی او له بلې خوا خپلو صادراتو ته مناسب بازار لټوي. د پاکستان دغه دواړه اړتیاوې د افغانستان له لارې پوره کېږي، ځکه چې پاکستان مجبوره دی خپلې اړتیاوې د منځنۍ اسیا له انرژۍ څخه پوره کړي او همدارنګه منځنۍ اسیا د دوی د صادراتو لپاره غوره بازار او مارکېټ دی او د دغو دواړو لپاره د افغانستان موقعیت د دوی لاره ده.
پاکستان هغه مهال کولی شي چې هم خپلې اړتیاوې پوره کړي او هم خپل صادرات وپلوري چې له افغانستان سره اړیکې او دوستانه مناسبات ولري او همدارنګه د ترهګرو او ورانکارو ډلو له ساتلو او تمویل څخه لاس واخلي.
که چېرې پاکستان د افغانستان پر موقعیت فکر ونه کړي او خپل چلند بدل نه کړي، نو باور دی چې پاکستان به تاوان وکړي او له افغانستان سره د پاکستان اوسنۍ دښمني به په لوړه بیه تمامه شي، ځکه چې یو خو به یې د صادراتو مخه ډب شي، بل به خپلې اړتیاوې په اسانه او ارزانه پوره نشي کړای او تر ټولو مهمه دا چې افغانستان به د پاکستان پر ضد په نړیواله کچه خپلې هڅې جاري وساتي او د دی ډېر پخواني او ستراتیژیک ملګري به د پاکستان د اوسني چلند او له ترهګرۍ سره د اړیکو پالنې له امله پر هغه شکمن او دې ته اړ کړي چې له پاکستان سره خپلې اړیکې وځنډوي او دا به د افغان دښمنۍ لپاره دپاکستان تر ټولو لوړه بیه وي چې پرې کوي یې.
نو پاکستاني حکومت او ای‌اېس‌ای ته پکار ده چې نور د خپل هېواد د ابادۍ او له بحرانه د ساتنې لپاره د طالبانو له ملاتړه لاس واخلي او د یو داسې افغانستان د جوړولو لپاره صادقانه همکاري وکړي، چې لکه ظاهرا چې یې نارې وهي، کنه له یوې خوا به د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا د پاکستاني حکومت پر ضد اعتراضونه دوام ولري او له بلې خوا به افغان حکومت او نړۍوال متحدین یې اخر دې ته مجبور کړل شي چې له پاکستان سره خپلې سیاسي اړیکې په افغانستان کې د ثبات او امن د راوستلو قرباني کړي، چې دا به بیا د یوه هېواد په ګټه هم نه وي.

Comments are closed, but trackbacks and pingbacks are open.